۱۳۹۲ مرداد ۲۸, دوشنبه

هلمند: دخپلواکی دورځي په ویاړامنیتي ځواکونوته دزړه ورتیامیډالونه ورکول سول.

هلمند: دخپلواکی دورځي په ویاړامنیتي ځواکونوته دزړه ورتیامیډالونه ورکول سول.
دغه مډالونه د دوشنبې په ورځ دې ولايت ته د كورنيوچارووزارت د اداري مرستيال د سفرپه ترڅ كې د عامه نظم،سرحدي پوليسواود ۴۴۴ ځانگړې قطعې ته وركړل سول.
چارواكوپه دې ولايت كې د امنيتي ځواكونود بريا لامل د خلكو بيساري همكاري بولي اووايي چې له پلان سره سم به په دې ولايت كې شته امنیتیي ستونزوته د حل لارې چارې ولټول سي.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي
دغه مډالونه د ولسمشرد وروستي فرمان په اساس د هيواد د ځينونورو ولايتونوترڅنگ په هلمند كې ميشتو امنيتي ځواكونوته د كورنيوچارو وزارت د اداري مرستيال لوى پاسوال ميرزا محمد يارمل لخوا د دوشنبې په ورځ د يولړمراسموپه ترڅ كې وركړل سول.
نوموړي د خپلې وينا پرمهال هلمند د موقعت اوپراخوالى له پلوه ترټولومهم ولايت وباله اوزياته يې كړه چې په دې ولايت كې وړاندې ترټولولويې ننگونې موجودې وې خود امنيتي ځواكونوپه سرښندنوسره دامهال ترډيره ځايه امنیتي ننګونوي لمنځه تللي
دده په وينا چې دا ولايت اوس مهال هم له پامه نه دى غورځول سوى اوكورنيوچارو وزارت ورته ځانگړې پاملرنه كوي چې په راتلونكي كې به هم ددې ولايت د خلكو په مرسته په امنيتي اونورو برخوكې د لاپرمختگونوشاهدان واوسو.
د يادونې وړده چې د يادو شويومډالونوترڅنگ ځينوامنيتي مسؤلينوته د ښې كاري وړتيا په خاطرد همدې وزارت لخوا ترفيع گانې اوستاينليكونه هم وركړل سول.

دا په داسې حال كې ده چې په دې ولايت كې د هيواد د خپلواكى ۹۴ يمه كليزه د بيلابيلوامنيتي اونورادارولخوا په یودول خاصومراسموولمانځل سوه اوبيله كومې امنيتي پیښي یه خپل مراسم ترسره كړل.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر