۱۳۹۲ مرداد ۱۳, یکشنبه

وسلوال طالبان مودبیارغاوني دکارونودبندولوهڅي کوي



په هلمند كې وسله وال طالبان له سنگين څخه كجكي ته د غزيدلي سړك د پروژې د بندولوپوره هڅي کوي
دغه لويه لاره كجكي ولسوالي له مركزلښكرگاه اونورو ولسواليوسره نښلوي چې له اقتصادي پلوه ستراتژيكه سيمه بلل كيږي.
ځايي چارواكي وايي چې د سړك جوړولوچارې اوس مهال په عادي ډول پرمخ روانې دي او دوى په سنگين كې د ډاډ من امنيت د رامنځ ته كيدوهڅې كوي.
سردارمحمد سروري دهلمندڅخه نورحال راکوي .
د هلمند والي محمد نعيم د دوشنبې په ورځ په يوه خبري ناسته كې وويل په سنگين ولسوالي كې له څه باندې دوو مياشتوراپه ديخوا جگړه روانه ده اوددې جگړې د اوږديدو لامل په سيمه كې د امنيتي ځواكونوترمنځ ځينې ستونزې وې چې اوس مهال ترډيره ځايه  حل شوې دي.
خوهلمندوالي دغه خپل منځي ستونزي په ګوته نکړي چي دیادي ولسوالي امنیتي حالت يي دخنډونوسره مخ کړي دي
هغه وايي چې د جگړې په لومړيوكې د څوورځولپاره كجكي ولسوالى ته د غزيدلي جوړيدونكي سړك چارې دريدلې وې خواوس مهال په عادي ډول اولوړكيفيت پرمخ روانې دي.
د هلمند د والي په وينا چې سنگين ولسوالى ته ددې جگړې په اوږدوكې د كورنيوچارواودفاع وزارتونوچارواكواودوى څوڅوځله سفرونه هم كړي خوجگړې بيا هم دوام كړى او اوس مهال دوى يوشميرپلانونه په كاراچولي چې په پلي كيدو سره به يې د سنگين جگړه پاىته ورسوي .
د نوموړي په وينا چې د كمكي اخترپه رارسيدوسره وسله وال طالبان هڅه كوي چې نه يوازې په سنگين بلكې په مركزلښكرگاه اونهرسراج ولسواليو كې گډوډي رامنځ ته كړي خودوى له وړاندې لاس په كاراوپه دې برخه كې يې د خلكو انديښنې له منځه وړې دي.

كجكي د لښكرگاه شمال ته په ۱۳۰ كيلومترى كې پرته ولسوالي ده چې د هيواد په كچه د بريښنا د توليد لويه فابريكه هم په همدې ولسوالۍ كې ده چې دبیارغاوني هڅي يي په داسی حال کي ګړندي سوي دي چي په شمالي هلمندکي ورځ تربلي دامنیتي ننګونه اوجنګ جګړوخبرونه زیات سوي دي 

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر