۱۳۹۲ مرداد ۱۰, پنجشنبه

په هلمند كې ۱۳ وسله والوطالبانواودرى د ملي اردوسرتيروته مرگ ژوبله واوښته


په هلمند كې دچاڼيزوعملياتو پرمهال ۱۳ وسله والوطالبانواودرى د ملي اردوسرتيروته مرگ ژوبله واوښته
دغه عملیات چي تیره ورځ د گرشك ولسوالى په اړوندوسيموكې دسهارداتوبحنونه پيل دمازدګرترڅلوربجويي دوام درلود.
د نوموړې ولسوالى امنيتي چارواكي وايي چې ياد سوي عمليات يې له سيمې څخه د وسله والوطالبانود شړلوپه موخه په لاره اچولي وو.
په همدې حال كې ددې ولايت دشپږم سرحدي زون پوليسودلسگونه كيلوگرامه اوبلن تارياك دنيول کیدوخبرورکړ.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي
د گرشك ولسوالى د امنيه قوماندانى مرستيال سمونمل طالب جان منگل وايي چې دغه عمليات د پنجشبې په روځ د گرشك ولسوالى په زمبولي اومیرمنداب سيمو كې د ملي اردو،ملي اوسيمه ايزوپوليسولخوا سهارپيل اوترمازديگرپورې يې دوام درلود چې په پايله كې يې درى تنه وسله وال طالبان وژل سوي او۱۰ نورټپيان سوي دي.
هغه وايي چې په دې عملياتوكې درى د ملي اردوسرتيري هم ټپيان سوي او۱۵ كړى  ماينونه يي هم امنيتي ځواكونوكشف اوشنډ كړي دي.

د نوموړي په وينا چې ياد سوي يو ورځني عمليات يې له سيمې څخه د وسله والوطالبانود شړلوپه موخه په لاره اوچولي وواود ايساف ځواكونوله هوايي ځواك څخه هم مرسته غوښتل سوې ده.
خو وسله وال طالبان په دې عملياتوكې دولتي لوري ته د درنې مرگ ژوبلې د اړولوادعاكوي.
بل پلوپه دې ولايت كې د پوليسود شپږم سرحدي زون چارواكي وايي چې په همدې ورځ يې د گرمسيرپه بنادرسيمه كې ۹۰ كيلوگرامه اوبلن تارياك نيولي دي.
د دوى په وينا چې ياد سوي تارياك په ريگوكې ځاى پرځاى اوله وخت څخه په گټې اخيستنې له پاكستان سره گډې پولې ته ليږدول كيدل چې په تړاويې تردې دمه څوك نه دي نيول سوي.


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر