۱۳۹۲ مرداد ۳۰, چهارشنبه

هلمند: ددري ملیونوامریکايي ډالره په ارزښت به پروژي پلې سي




دهلمندپه یوشمیرولسوالیوکي به ددريوملیونوامریکايي ډالروپه ارزښت پروژي پلې سي.چارواكي وايي چې يادې سوې پروژې په هغه ولسواليوكې پلې كيږي چې پكې د كوكنارود كركيلې كچه صفراویاهم کمه ښودل سوي وه .دوى داهم وايي چې د يادوپيسوپه ارزښت پروژې په امتيازي توگه دې ولسواليوته وركول كيږي.
په همدې حال كې ددې ولايت د ځينوولسواليواوسيدونكي وايي چې دوى له دولت سره خپلې ژمنې پوره كړې خودولت پكې نه یوازي پاتې راغلى بلکي ډیری وعدي یه نمایشي بڼه لري
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندوالی ومحمد نعیم دیوي غونډي پرمهال وویل ددری ملیونوامریکايي ډالروپه ارښت به په هغه ولسوالیوکي کي دبیارغاوني کارونه پیل سي چي دکوکنارکښت په کي کم وو. هغه وايي دغه امتيازددې ولايت پنځو ولسواليولكه گرمسير،ناوې،مارجې،نادعلي اوگرشك ته وركول كيږي چې پرمختيايي پروژې به يې ددې ولسواليود كروندگرولخوا په گوته او ورسته به پلې سي.
د نوموړي په وينا چې دغه ټولګټي پروژه به د اوبولگونې،كرنې،روغتيا اوپوهنې په برخوكې ترسره سي.

هلمندوالي وايي اداره يي هڅه كوي چې كروندګرو ته داسې پروژې  پلی کړي  چې په خپله خوښه د كوكنارو له كر څخه لاس په سر سي چې له دې كار سره به په سيمه كې دپوره امنیت دراویستلوترڅنګ ډیری کسانوته  د كارکولو زمينه هم برابره  سي .

بل خوا د هلمند د مركزي ولسواليویوشمیراوسيدونكي هم په  خپلو سيموكې دكوكنارو كركيلې د كمښت خبره كوي خوزیاته وي چي پرخپله ژمنه ټنګ دي او دولت هم بايد له دوى سره كړې ژمنې عملي كړي.

د هلمند دولتي مسئولين په داسې حال كې په   پنځو ولسواليوكې د كوكنارو د كمښت  خبر وركوي چې لا هم دا ولايت د كوكنارو په كراوتوليد كې لومړۍ ځاى لري.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر