۱۳۹۲ شهریور ۷, پنجشنبه

دناوي ولسوالی اوسیدونکي وايي که دولت پرخپلوکړوژمنوونه دریږي دوي به په راتلونکوټولټاکنوکي برخه وا نخلي .

دناوي ولسوالی اوسیدونکي وايي که دولت پرخپلوکړوژمنوونه دریږي دوي به په راتلونکوټولټاکنوکي برخه وا نخلي .
ددوي په خبره دوه کاله وړاندي کله چي ولسمشریادي ولسوالی ته سفرکړي وودخلکوسره يی ژمنه وکړه چي لویه لاربه يي په پاخه اواساسي توګه رغوي اوهم به ددی ولسوالي خلکوته بریښنارسوي خوزیاته وي چي یوازي وعدي ترسره سوي خوپه عمل کي یه تراوسه هم هیڅ کړي .
برهمدي مهال دناوي ولسوالي مسولین هم دخلکوخبره پرځاي بولي اووايي دوي دخلکوغوښتني ځکه نسي پوره کولاي چي پوره امکانات په واکي نلري .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروری راکوي .
دناوي ولسوالی اوسیدنکودیوي مظاهري په جوړه ولوسره ددولت څخه دخپل حق دورکړي غوښتنه کوي دغه اوسیدونکي وايي دوه کاله وړاندي ولسمشرحامدکرزي دخپل یوه سفرپرمهال ددی ولسوالی اوسیدونکوسره کړي ژمني تراوسه نه دي پوره کړي .
ددوي په خبره که يي دولت غم ونه خوري دوي به په راتلونکوټولټاکنوکي دهرډول ګډون څخه لاس په سرسي .

دوي زیاته وي  دولت دناوي ولسوالی داوسیدونکوسره دموراودمیري چلندکوي چي تراوسه دخلکو سره کړي ژمني پرځاي پاته دي .
پرهمدي مهال دناوي ولسوال عبدالمناف دامني چي ددی ولسوالی دخلکوسره کړي وعدي نه دي عملي سوي دولسوال په خبره دوي هم دونه بودیجه نلري چي دیادی ولسوالی داوسیدونکوپرتي ستونزي پری حل کړي .
ولسوال وايي دناوي اوګرمسیرولسوالیونښلونکی سړک ډیراهمیت لري چي تراوسه يي کارندي شروع سوي .

که څه هم دناوي اوګرمسیرولسوالی نښلوونکي سړک ۸۱ کلیومتره منظورسوخواوس مهال یوازي ۲۳ کلیومتره په پاخه اوساسي توګه رغول سوي اوپاته نوردنامعلومودلایلولمخي یه کارپه ټپه درول سوي دي اوسیدونکي بیره لري چي دیادي پروژي پیسي ورکي اویاهم شخصي جیبونوته ونه لویږي .

  

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر