۱۳۹۲ مرداد ۲۴, پنجشنبه

هلمند: دتیرواته څلویښت ساعتونوپه لړکي ۲۲ کسانوته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په هلمندکي دتیرواته څلویښت ساعتونوپه لړکي ۲۲ کسانوته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دهلمنددسنکین . نادعلی. مارجی . اودلښکرګاه ښاراړونده سیموکی دوسلوالوطالبانوپه ماینونواوپریوي امنیتی پوستي تربریدوروسته لس تنه پولیس ووژل سول .
دوسلوالوطالبانوویاندقاریوسف احمدپه لیکل پیغام کي ویلي دي چي دسنګین ولسوالی دشین غزیانوپه نوم سیمه کي یه دوه تنه پولیس  دنادعلی ولسوالی دسیدابادپه سیمه کي دری تنه پولیس په پوسته کي هغه مهال ووژل کله چی وسلوالوطالبانوپه یاده سیمه کي پریوي امنیتی پوستي بریدوکړ.
داحمدي په خبره دلښکرګاه ښاراړونده ددباباجي په سیمه کي هم پریوه رینجرموټردماین چاودني له امله دری تنه بولیس ووژل سول .
احمدي زیاته وي چي دمارجی ولسوالی دشین غزک به سیمه کي هم دیوه ځاي پرځاي سوي ماین دچاودني له امله دوه پولیس وژلی دي .
دهلمندولایت دامنیه قومانداني مطبوعاتي ددفتردوسلوالوطالبانوادعاردوي خودنادعلی ولسوالی دسیداباددسیمی پریوامنیتی پوستي دبرید پخلي کوي خووايي یوازيي یوپولیس زخمي سوي دي . دخبرپاڼي په ویناپه دغه نښته کي دوه وسلوال طالبان وژل سوي دري تنه هم ټپي سوي دي ددوي په وینادري حلقي ماینونه هم دپولیسولاسته ورغلی دی
دغه رازدامنیه قوماندان مطبوعاتی ددفتروايي تیره ورځ دموسی کلاولسوالی دپخوانی امنیه قوماندان عبدالولی کوکه پرکورباندی دیوه موټرسیکل سپاره له لوري بریدسوي دي چي یوپولیس ټپی سوي خوددوی په ویناچي وروسته دپولیسوله لوري بریدکوونکی ووژل سو،
همدارنګه مطبوعاتي دفتر وايي تیره ورځ دګرشک ولسوالی دپله په سیمه کي تردوه ساعته جګړي وروسته څلوروسلوال طالبان زخمیان سوي دي
دوي زیاته وي چي دپولیسوله لوري دارغنداب سیندپه غاړه کي شل حلقي هغه ماینونه کشف اوخنثی سوي چي وسلوالودځاي پرځاي کیدوورسته لښکرګاه شارانتقاله ول چي دپولیسوله لوری ونیول سول .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر