۱۳۹۲ مرداد ۱۲, شنبه

په هلمند كې سلگونوكسانود كورنيوچارود وزيرڅخه د ملاتړاحتجاجي غونډه وكړه



په هلمند كې سلگونوكسانود كورنيوچارود وزيرڅخه د ملاتړاحتجاجي غونډه وكړه
دغه غونډه چې د شنبې په ورځ د لښكرگاه ښارپه كرزي لوبغالي كې جوړه سوې وه پكې د غونډې گډونوالوله دولت اوپارلمان څخه وغوښتل چې د كورنيوچارو وزيرد بيرته په رسمي توگه پخپله څوكى كښينوي.
دوى همدا رازد ولسي جرگې له غړوڅخه غوښتنه وكړه چې د شخصي گټوپرځاى ملي ګټوته ډيره پاملرنه وكړي.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي
دغه كسان چې شميريې شاوخو پنځه سوه تنوته رسيده د هغه وكيلانوپر ضد يې شعارونه وركول چې د دوى په وينا د خپلوشخصي گټود خوندي كيدوپه موخه يې د كورنيوچاروله وزيرمجتبى پتنگ څخه د باوررائيه واخيسته.

د دوى په وينا چې افغانستان اوس مهال په يوحساس پړاوكې دى نواړينه ده چې قومي،ژبني اوسمتي تعصوبونوته د پاى تكى كيښودل سي اوپه گډه افغانستان د يوې ښې راتلونكي په لوربوتلل سي.دوي‌همدارازداوسني پارلمان دلغوه کیدوغوښتنه هم وکړه ددوي په باورتراوسه وکیلانودافغانستان اوخلکوپه ګټه هیڅ هم نه دي کړي‌.

دوى زیاته وي د پارلمان وكيلان ددې پرځاى چې ملي مسايلوته ډيره پاملرنه وكړي يوازې يې خپلې شخصي گټې په پام كې نيولې اود كورنيوچارو وزيرچې يومسلكي اوپه خپله دنده كې بريالى كس ودوى ترې د اعتماد رايه واخيسته.
ددې غونډې گډونوالوپه ډاگه كړه چې ستره محكمه بايد په دې برخه كې له پوره عدل څخه كارواخلي اوله دولت څخه يې وغوښتل چې د كورنيوچارو وزيرد سرپرست په توگه نه بلكې په رسمي ډول په ياده سوې دنده وگماري.

د غونډې گډونوالوپه پاى كې يوپريكړه ليك هم صادراوپه يوه برخه كې يې راغلي وو كه چيرې د دوى غوښتنه ونه منل سي دوى به خپلواحتجاجونواولاريونونوته دوام وركړي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر