دهلمندولایت دمارجی ولسوالی په تریخ ناورسیمه کی دګډوځواکونوله لوري دری ورځني عملیات چی دوه ورځي وړاندي په لاره اچول سوی وه . نن چهارشنبه هم روان دی تراوسه پدی عملیاتوکي ۱۱ وسلوال طالبان وژل سوی . ۷ تنه ټپي سوي . دهلمندولایت دامنیه قومانداني دمطبوعاتي دفترمرستیال شاه محموداشنا وايي پدي پیښه کي یوملی پولیس وژل سوی دی اودمارجي ولسوالی دمحلی پولیسویووتلی قوماندان ګلي مولاټپي دي .
خوبلخواعینی شاهدان وايي تیره ورځ په دغه عملیاتوکي ۲ دملی اوردوسرتیري وژل سوی ۱ یوهم زخمي سوی دی . خوددی عملیاتوپه اړه تراوسه وسلوالوطالبانوڅه نه دي ویلی
بایدوویل سی دتریخ ناورسیمه دلښکرګاه ښار. نادعلی . مارجي . ناوي اوګرمسیرولسوالیوترمنځ ګډه پرته سیمه ده چي تل ورپکښي وسلوال طالبان خپلي مورچلي جوړه وي اوداسیمه دوسلوالوطالبانولپاره یوه ترټولوموهیمه دخوندیتوب سیمه هم بلل کیږي .
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر