۱۳۹۲ شهریور ۵, سه‌شنبه

هلمند: شاه وخواسل زره زده کوونکې له زدکړوبي برخي دي


هلمند: شاه وخواسل زره زده کوونکې له زدکړوبي برخي دي .
دغه څرګندوني دولتي مسولین ديوي غونډي په ترڅ كې هغه وکړي چي  سلګوونو قومي مشرانوهم ګډون کړي وودوي دوي په هلمندکي دپوهني دستونزو  دلري كولو اوپه دغه برحه کي د پرمختګ  په اړه هم خبري وکړي .
قومي مشرانو اودسيمي اوسيدونكې دكارونو په خنډونوكې دولتي مسئوولين پړه وبلل وويل چې ترخبرو پرته په عملي ډګر كې یه هیڅ هم ندي کړي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي 
دهلمند دوالي مرستيال احمد مسعودبختور دهغي غونډي پرمهال چي دیوشمیرولسوالیوقومي مشرانو او دپوهني درياست اړونده مسئولينوحخه جوړه سوي وه وويل دولايت اداره هڅه كوي چې دښونځيو په وړاندي پرتي ستونزو ته دحل لاره  پيداكړي او دسيمي دقومي مشرانو په مرسىته هغه ۱۵۳ تړلي ښونځي پرانيزي چې له امله  يې  لا دسل زره  په شا او خواكې زده كوونكې له زده كړي څخه بي برخي پاته دي .
پرهمدي مهال دهلمند دپوهني ريس عبدالمتين جعفروايي په هلمندكې دم ګړی دوى ۳۶۰ ښوونځي لري چې له  دې جملي څخه يي ۱۵۳ بندي او ۱۳۶ زره زده كونكې زده كړو ته لاس رسۍ او ۱۳۰ ښوونځي ودانۍ اودشل زره  په شمير به نوي زده كوونكې هم  جلب كړي.

جعفر زياته كړ چې تر ډيره  دپوهني په برخه كې ستونزه ددې ولايت په شمالي ولسواليو كې لري چې دحل كولو لپاره  يې له قومي مشرانو څخه مرسته غوښتي او دپوهني درياست اړونده مديرانو ته يي ګواښ كړى دى كه يه   دبندو ښوونځيو په پرانيستلو او پرتو ستونزو په هوارولو كې كوټلي ګامونه پوروته نه كړي له ندي به  يي ګوښه كړي.
په غونډه كې راټول سوي قومي مشرانو هم په خپلو خبروكې وويل عام خلك چمتو دي چې خپل ماشومان ښوونځيو ته وليږي او له دې بهير څخه ملاټر وكړي خو دولتي مسئوليني يوازي ژمني كوي اوپه عمل كې يې كار ندى كړي چي له دي امله يي ولس په خورازیاتوستونزوکي راګيرکړي دى.

دوى همدارازوویل خلك له جنګه ستړي دي او دژوند له هر ډول اسانتياو څخه بي برخي دي هغوى ددولت دمرستي خوا ته سترګي كږي دي هم  ښونځي غواړي او هم ددولت حاكميت خو نه پوهيږي چې دولت ولي  كوټلي ګامونه په دې برخه كې نه پورته كوي اونه هم تراوسه ددوي دستونزودحل کولوپه موخه لاس په کارسوي دي .

   


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر