دهلمندولایت اوسیدونکي اوسنی
امنیتي ستونزي دراتلونکوټولتاکنوپروړاندي لویه ننګونه بولي
ددې ولايت د
بيلابيلوولسواليواوسيدونكي وايي كه د راتلونكوټولټاكنوپرمهال دغه ډول امنيتي ستونزې شتون
ولري نه سي
كولى په پراخه کچه
په ټاكنوكې برخه واخلي،دوى داهم وايي چې كيداى سي د رايې اچولولړى يوازې
په ښاري سيموكې ترسره سي.
خوبلخواددې
ولايت امنيتي چارواكي امنيت د ډاډ وړبولي اوپه دې برخه كې له خلكوڅخه هم د مرستې غوښتنه كوي.
نورحال دهلمندولایت
څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
د هلمند د مركزاولسواليواوسيدونكي وايي كه څه هم دا مهال د
ولسواليوپه مركزونوكې د رايې وركوونكونوم ليكنه روانه ده خواوسنيوامنيتي ستونزواند
يښمن كړي اوزياتوي كه يادې ستونزې په همدې ډول دوام وكړي نود ولسمشرى په
راتلونكوټولټاكنوكې به د رايې وركوونكو ونډه ډیره كمه وي.
د دوى په وينا چې په كليوالوسيموكې لاهم د وسله والوله
گواښونوسره مخ دي چې رایه
ورونکونکي كسان د ځمكني ماينونوپه وسيله اويا هم د
وسله والودبريدونوپه
ترڅ كې وژل کیږي.
د دوى په وينا چې دولت بايد د امنيت ټينگښت ته ډيره
پاملرنه وكړي ترڅود نارينه وترڅنگ ښځوته هم د رايې اچولوزمينه برابره سي، خوپه د هلمند د امنيه قوماندانى د امنيت آمرمل
پاسوال جمعه گل همت اوس مهال ددې ولايت په ډيرى ولسواليوكې امنيت د ډاډ وړبولي
اووايي چې د ټاكنوپرمهال به هم دوى په دې برخه كې كوټلي گامونه پورته كړي.
هغه وايي چې د امنيت د ټينگښت په برخه كې د خلكو
همكاري ډيره اړينه ده اوبايد په دې برخه كې پوره همكاري وكړي ترڅوپه هلمند كې د
راتلونكوټولټاكنوبهيربيله كومې ستونزې ترسره سي.
دا په داسې حال كې ده چې په دې ولايت كې د ټاكنود
خپلواك كمسيون مسؤل انجنيرعبدالهادي وايي چې له ديشواوباغران پرته يې په ټولو
ولسواليوكې د نوم ليكنې مركزونه پرانيستي اوتردې مهاله يې ۱۳ زره كسانوته د رايې
اچونې كارتونه وركړي دي.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر