۱۳۹۲ مرداد ۲۳, چهارشنبه

هلمند: اهل هنود وايي په هره برخه کي دولت له پامه غورځولي یو .

په هلمند كې اهل هنود وايي په هره برخه کي دولت له پامه غورځولي دي .
دوى وايي چې د تيرولسوكلونوراپه ديخوا يوازې د كاغذونوپرمخ ورسره ژمنې سوې په داسې حال كې چې د ښاروالى محصول اونوراسنادونه يې ټول بشپړكړي دي خود نوموړې ادارې لخوا يې حقونه نه وركول كيږي.
دوى همدا رازگواښ كوي كه يې ستونزې هوارې نه سي له دې ښارڅخه به كډه وكړي.
خود لښكرگاه ښاروالى چارواكي د دوى ادعاوي بې بنسټه بولي اووايي چې د ښارد نورواوسيدونكوپه شان يې ورسره چلند كړى دى.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږدهمکار سردارمحمد  سروري په راپورکي
په لښكرگاه ښاركې لسگونه كورنى ميشت اهل هنود وايي چې لس كاله وړاندې له ماسټرپلان سره سم د دولت لخوا د هستوگنې نومرې وركړل سوې دي خودښاروالى لخوا ورته د لښتيانوجوړولواوچټليود پاكولوپه برخه كې مرسته نه كيږي چې دا ستونزې يې څوڅوځله د ښاروالى اونوروچارواكوسره شريكې كړې هم دي خوتراوسه يې ستونزې پرخپل ځاي پاته دي .
دوي زیاته وي چي ورځ تربلي یه ژونددیوډول ګواښونوسره مخ کیږي .

د دوى په وينا چې له همدې امله يې ماشومان په بيلابيلوناروغيواخته كيږي چې د روغتيايي كاركوونكولخوا هم ورسره د موراو ميرې چلند كيږي،
خود لښكرگاه ښاروالى د دفترآمرمسعود احمد سيلاب د دوى دا ادعاوې بې بنسټه بولي اووايي چې نه يوازې يې د سيمې سړكونه هوار كړي بلكې ټول هغه حقونه يې وركړي چې د ښارنوراوسيدونكي ترې گټه پورته کوي
 
د نوموړي په وينا چې دوى په ښاركې د نورولښتيانود پخولوپلانونه لري چې لومړى كاربه يې د دوى په سيمه كې پيل اوددې ترڅنگ د ښارپه هغه سيمه كې د هټيولپاره ځمكې هم وركول كيږي چې د پلان له مخې د لښكرگاه نورواوسيدونكوته يی په پام کي نیول سوي .
داپه داسي حال کي ده چي شاوخواپنځوس کاله وړاندي ۸۵  کورني اهل هنودروزګان ولایت ته اوبیاوروسته هلمندته راکډه سوي دي چي دځینوستونزوله امله يی دامهال شمیر۴۵ کورنیوته رسیږي خودوي ګواښ کوي که يي غم ونه خوړل سي نوري کورني به هم کډه کولوته اړي سي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر