۱۳۹۲ شهریور ۵, سه‌شنبه

هلمند: شپږولسوال طالبان ووژل سول



 دولتي مسئولين وايې دهلمند په سنګين ولسوالۍ كې شپږ وسله والو طالبان  ديوه كمين په ترڅ كې وژل سوي دي.
دهلمند دوالي وياندعمر ځواك وايې دچهار شنبي په شپه   دوه جې يوې شپږ كسيزي ډلي وسله والو  طالبانو غوښتل چې له موسى كلا څخه  سنګين  ولاړسي چې په  لاره كې ووژل سول.
نوموړي وويل دوى دهلمند پر سيند په كشتۍ كې سنګين ته اوښتل چې دملي اردو او ملي پوليسو لخوا له وړاندي ورته كمين نيول سوى وو.
دده په خبره چې په كشتۍ كې سپاره  شپږ تنه ووژل خو يوازي ديوه  قوماندان ملا ضياوالحق جسد  له يوه  كلاشنكوف سره  افغان ځواكونو ته په لاس ورغلى دى او پاته يې دهلمند سيند اوبو غرق كړى دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه ندي ويلي خو ددوى دډلي  وياندقاري يوسف احمدي وايې چې دهلمند په بيلابيلو سيموكې يې دماين په چاودونو او بريدونوكې ګڼ كورني او بهرنوي سرتيري وژلي دي.
خو دولتي چارواكې دطالبآنو لخوا كړي ادعا نه مي.

  

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر