۱۳۹۲ مرداد ۱۰, پنجشنبه

د هلمند دشبږم سرحدي زون پوليسوسلگونه كيلوگرامه وچ تارياك نيولي دي


د هلمند دشبږم سرحدي زون پوليسوسلگونه كيلوگرامه وچ تارياك نيولي دي
په دغه ولايت كې د سرحدي ځواكونوچارواكي وايي چې ياد سوي نيشه يي توكي يې د پټومعلوماتوپربنسټ د يوه كمين په ترڅ كې نيولي دي.
دوى داهم وايي چې په گډه پوله کي ډيرى لارې خلاصې دي چې له همدې امله په سرحدي سيموكې د نيشه يي توكود قاچاق كچه لوړه ده.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
په هلمند كې دشپږم سرحدي زون دپولیسود كشف آمرسمونمل عبدالاحد وايي چې د پنجشنبې په شپه په خانشين كې د لومړي سرحدي كنډك پوليسود خپلوپټومعلوماتوپه بنسټ ددې ولسوالى په پايگل سيمه كې دیوه كمين پرمهال يې ۴۱۰ كيلوگرامه وچ تارياك سرحدي پوليسوترلاسه كړي دي.
هغه وايي چې ياد سوي تارياك د يوې ډلې قاچاق وړونكولخوا بلې ډلې ته وركول كيدل چې په همدې مهال د پوليسوله كمين سره مخ سوي اوقاچاق وړونكي په تيښته بريالي سوي دي.

د نوموړي په وينا چې په سرحدي سيموكې له ايران اوپاكستان سره په گډه پوله کي ډيرى لارې خلاصې دي چې له همدې امله په يادو سويوسيموكې د نيشه يي توكود قاچاق كچه لوړه ده چې له امله يي په دې برخه كې د سرحدي پوليسولاس ته راوړنې هم زياتې دي.
سمونمل عبدالاحد وايي چې په دې لړكې ځينې وخت د امنيتي ځواكونواوقاچاق وړونكوترمنځ نښتې هم رامنځ کیږي چې مرگ ژوبلې یه هم له ځان سره لرلې دي.
که څه هم په هلمندولایت کي امنیتی ځواکونه ډیری وختونه نشیی توکي اوقاچاق وړونکي نسي خوددی ولایت اوسیدونکي دجګړي یوازیني لامل دهمدغه نشيي توکو قاچاق اوکاروباربولي .
  


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر