۱۳۹۲ مرداد ۱۵, سه‌شنبه

په مارجې ولسوالی کې سیمه ایزپولیس وايي میاشتنئ تنخواګانې یه نه ورکول کیږي .




په مارجې ولسوالی کې سیمه ایزپولیس وايي میاشتنئ تنخواګانې یه نه ورکول کیږي .
دغه کسان وايي چې د سیمه ایزوپولیسو په نوم د دوی میاشتينۍ تنخواوې خپلوجیبونوته اچوي چې له همدې امله اوس اړدي چې دغه  دنده پريږدي.
خود هلمند امنيه قوماندان چې نوموړې ولسوالۍ ته يې د پولیسو د حالت څخه دځان خبرولوپه خوخه تللی و وویل چې په دې برخه کې به هر ډول فساد له منځه وړي اوهڅه به وکړي چې ددې فسادعاملین ونيسي. اوقانون منګلوته به يی وسپاري .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
د هلمند په مارجی ولسوالی کې سيمه ايزپولیس له یوشمیرپوځي چارواكو شکایت کوي اووايي چې د دوی لپاره ځانګړې سوې پيسې او تنخواګانې د دوی په نامه په جعلي لاسليكونو ترلاسه كوي اوخپلو شخصي جيبونوته يې اچوي.
د دوى په وينا که لوړپوړي دولتی چارواکي ددې ستونزې مخه ونه نيسي نولیرې نه ده چې ټول سيمه ايزپولیس به خپلې دندې پریږدي اوپه کورنوبه کښيني ځکه چې ددوي میاشتنۍ تنخواګاني ددوي په نوم مسولین خپلوجیبونوته اچوي .
په مارجه کې د سیمه ایزوپولیسو یوتن قوماندان اصف خان د پوليسودا ادعا بې بنسټه بولي او وايي چې دوی ډیری داسې فورمونه ترلاسه کړي دي چې د دوی په جعلی لاسليك ځينې کسان د سیمه ایزو پوليسو ليکوته راغلي دي.
د ده په خبره چې د پولیسو په ليکوکې ډیری وخت د داسې نا سوق سويو کسانوله امله ناوړه پيښې رامنځ ته کيږي چې يايې خپل ملګري په پوسته کې وژلي وي اویاهم د بهرنیوسرتيروپه وژلولاس پورې کړي چې وروسته بيا له وسله والو طالبانوسره هم یوځای کيږي.
خوپه دې اړه د هلمند امنیه قوماندان مل پاسوال محمد حکیم انګار وايي چې د سیمه ایزوپوليسوددې ستونزې په اړه به جدي ګامونه پورته کوي تر څوپه دې برخه كې اصلي درغلي كوونكي څرگند اوپه نيولوكې يې كوټلي گامونه پورته كړي.


نوموړی وايي چې د دوى هڅه داده چې په هره برخه كې د فساد اودرغليومخه ونيسي خوهغه دخلکونه په هربرخه کي دمرستي غوښتنه وکړه 

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر