۱۳۹۲ مرداد ۳۰, چهارشنبه

هلمند: په لښکرګاه ښارکي ځانمرګي بریدسوي.

دهلمندپه مرکز لښکرګاه ښارکي ځانمرګي بریدسوي .
تیره شپه شاه خوانهه بجي دهلمندولایت دلښکرګاه ښارپه زړه کي ددي ولایت دلومړي کنډک دقوماندان سمونوال عبدالستارنورزی دکورمخي ته ځانمرګي بریدسوي دي .
چارواکي وايي په دغه بریدکي پنځه کسانوته مرګ ژوبله اوښتي ده خوخپله قوماندان ته کوم زیان نه دي اوښتي .نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي
تیره شپه د شپې شاوخوا نهه بجې د هلمند په مرکز لشکرګاه ښار کې د دې ولایت د لومړي کنډک دقومندان کور مخته ځانمرګی برید وسو.
دغه برید د لومړي کنډک د قومندان سمونوال عبدالستار نورزي کور مخته چې د والي له کور سره په شاخوایونیم کیلومتری کې موقعیت لري، تر سره سوی دی.
د هلمند د امنیه قومندانۍ د امنیت امر مل پاسوال جمعه ګل همت دپیښي په ځاي کي شمشاتلویزیون ته وویل  چې د دغه برید په پایله کې څلور پولیس او یو ملکي وګړی ټپی سوي دي .
خود جمعه ګل همت په وینا، دغه برید د سیمې د پولیسو له بې غوری څخه رامنځته سوی دی.
خو په سیمه کې عیني شاهدان بیا وايي چې په دغه ځانمرګي برید کې دلومړي کنډک دقوماندان سمونوال عبدالستار نورزي زوی وژل سوی دی.
داپه داسي حال کي ده چي په هلمند کې په دې وروستیو کې یو ځل بیا امنيتي وضعیت مخ پر خرابیدو دی اودتیرودومیاشتوپه تیریدوسره په دی ږلایت کي دادریم ځانمرګي بریددي چي ترسره کیږي .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر