د هلمند د كليوپراختيا اوبيارغونې رياست له لوري د
لسگونه مليونه افغانى په لگښت پروژې پلې كيږي
كليوپراختياررياستچارواكي وايي دا مهال د
يوشميرپروژوچارې عملا روانې دي اود پلان له مخې به د گڼونورو پروژوچارې په
راتلونكوكي پيل كړي.
ديادو پروژومالي لگښت د ملگروملتونود پرمختيايي
پروگرام،ماليې اوكليوپراختيا وزارتونولخوا وركول كيږي.
نورحال دهلمندولايت څخه زموږهمكارسردارمحمد
سروري راكوي.
د هلمند د كليوپراختيا اوبيا رغونې رياست د اوبورسولود
چارومسؤل احمد جان د پنجشنبې په ورځ په يوه خبري ناسته كې وويل چې د ۵۸۰ زره
امريكايي ډالروپه لگښت ۱۲ پروژې دا مهال په بيلابيلوولسواليوكې تركارلاندې دي.

هغه وايي په نږدي وخت كي به دهلمندپه نا
دعلي،گرمسير،موسى كلا،مارجې،سنگين اوگرشك ولسواليوكې د ۷۳ مليونه افغانيوپه لگښت
چې د ماليې اوكليوپراختيا وزارت لخوا په گډه وركول كيږي يوشميرنورې ديته ورته پروژې
به هم پلي كړي.
احمد جان زياته وي په دې پروژوكې د ملي پيوستون
پروگرام هم شامل دى چې په ۷ ولسواليوكې ترسره كيږي چې تردې مهاله يې ۱۹۳ شوراگانې
جوړې سوې اود ۱۲۳۵ شوراگانوپه جوړيدوسره به يې كارونه پيل سي.
ديادونې وړده چي دكليوپراخيتاروزارت دم ګړي د هلمندپه
۱۱ ولسواليوكي په بيلابيلوبرخوكي پروژي لري چي ځينې يه بشپړاودځينوكارونه لاهم
دوام لري
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر