۱۳۹۴ مرداد ۹, جمعه

دهلمند نوزادولسوالۍ وروسته له دوو ورځویو واربیادافغان وامنیتي ځواکونولاسته ولویده .

راپور—۲۰۱۵—۷—۳۱—
دهلمند دنوزادولسوالۍ وروسته له دوو ورځویو واربیادافغان وامنیتي ځواکونولاسته ولویده .
دهلمندوالي وایې تردوه ورځوجګړو وروسته افغان امنیتي ځواکونودنوزادولسوالۍ بیرته دوسله واولوطالبانوڅخه ونیول ،هغه وایې دیادي ولسوالۍ دبیرته نیول کیدولپاره دهلمند دامنیتي ځواکونوسره بیره دکندهاردامنیه قوماندانۍ مشراوامینتي ځواکونوهم برخه لرله ،هلمندوالي په داسي حال کې دنوزاد دولسوالۍ دبیرته نیول کیدوخبره کوي چې له تیري دوورځوراهیسې دوی په رسمي توګه دیادولسوالۍ دنیولوخبره پټه وساتل .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندوالي میرزاخان رحیمي دجمعي په ورځ دغرمي وروسته خبریالانوته داومنله چې نوزاد ولسوالۍ دوه ورځي وړاندي وسله والوطالبانونیولي وه خونن یوځل بیادافغان امنیتي ځواکونولاسته ولویده ،دوالي په خبره اوس مهال دولسوالۍ ټولي هغه سیمي چې وسله والوطالبانونیولي وي یوځل بیادافغان امنیتي ځواکونولاسته ولویدي،دنوموړي په خبره دنوزادولسوالۍ دبیرته نیول کیدولپاره دکندهارامنیه قوماندان او ورسره ځواکونویې دیادي ولسوالۍ په نیولوکې پوره مرسته وکړه .

هغه وایې ددوی معلوماتولمخي په نوزادولسوالۍ کې ترسلووسله وال طالبان وژل سوي اوهمدرانګه ترپنځلسوافغان ځواکونوهم وژل سوي دي ،خوزیاته وي ترپوره پلټنووروسته به داوښتوتلفاتوکره شمیره په ډاګه کړي ،داسي ویل کیږي دوه ورځي وړاندي کله چې وسله والوطالبانونوزادولسوالۍ ترخپلي ولکي لاندي راویسته دافغان امنیتي ځواکونوموټروسلي اوپه زیاته اندازه مهمات یې هم په لاس راوړه ،خوهلمندوالي دانه منې چې وسله والوطالبانودي ددوی څخه وسلي اومهمات وړي وي .

دتیري چهارشنبي په ورځ وسله والوطالبانوپرنوزادولسوالۍ خپلوبریدونوته زورورکړچې بیلااخیره یې یادولسوالۍ یې ترخپلي ولکې لاندي راویسته دولایتي شوارغړواوپه مشرانوجرګه کې دهلمنددخلکواستازوپرولایتي چارواکوله دي کبله نیوکه وکړه چې ګواکې په خپلوکې سره همږغي نلري چې له امله یې یاده ولسوالۍ دوسله والوطالبانولاسته ولویده.



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر