۱۳۹۴ تیر ۱۳, شنبه

په هلمندکې لومړۍ محکمي یوتن قاتل ته داعدام سزاواو رول .

راپور—۲۰۱۵—۷—۴—
په هلمندکې لومړۍ محکمي یوتن قاتل ته داعدام سزاواو رول .
قاتل چې شاه اوخوادوه میاشتي وړاندي خپله میرمن په ښکاري توپک داولادوپه مخکي په قتل رسولي وه دشنبي په ورځ دیوي علنۍ محمکي پرمهال په داسي حال کې داعدام په سزامحکوم سوچې قاتل هم په خپل جورم اعتراف کاوه ،دیادي قضې څارنوال وایې وړاندي تردي هم قاتل دخپلي میرمنې سره زورزیاتی کاوه چې بیلاخیره یې ووژل .دوژل سوي میرمني پلارددولت څخه قاتل ته دعلني اعدام دسزاغوښتنه وکړه ترڅوپه راتلونکوکې ددغه ډول بوګنونکوپیښوڅخه مخنیوی سوی وي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
شاه اوخودوه میاشتي وړاندي محمدشاکرخپله میرمن په لښکرګاه ښآرکې په ښکاري توپک ۲۱ مارمۍ ویشتلې اوهغه یې په داسي حال کې په قتل ورسول چې وړاندي تردي یه هم دخپلي میرمني سره زورزیاتی کاوه ،دیادي قضې څارنوال وایې قاتل دخپلودواولادواوورینداري په مخ کې په خوراظلم سره خپله میرمن وژلې ،دوژل سوي میرمنې پلاروایې له تیروپنځوکلونوراهیسې خاونددخپلي میرمنې سره خورابدچلندکاوه چې بیلاخیره یې هغه په ډزوسره ووژل ،نوموړی ددولت څخه قاتل ته دعلني سزادورکولوغوښتنه کوي .

دقاتل مدافع وکیل وایې نوموړی په نشه یې توکوروږدی دقتل کولوپرمهال په حال کې نه واوعصبي تکلیف یې هم درلود،خودنوموړي مدافع وکیل څرګندونې مؤظف څارنوال ردکړي اودهغه داکړنه یې قصدي وبلل،دهلمند دښهري محمکې ریس وایې داچې مجرم په خپل جرم اعتراف کوي دمؤظف څارنوال اودژل سوي میرمنې دپلارڅرګندونوته په کتودجزا د۳۹۵ مادي پراساس نوموړی محمدشاکرداعدام په سزامحکومه وي .

هغه وایې قاتل کولای سي چې په دونورومحکموکې هم دخپلي سزادکمولوغوښتنه وکړي ،په هلمندکې دښهري محکمي څخه دالومړی ځل دی چې یوخاوندته دمیرمنې په وژل کیدوهغه ته  داعدام سزااوروي .




هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر