۱۳۹۴ تیر ۱۶, سه‌شنبه

دهندوانوکرونده ګروایې له یوي خوایې حاصلاتومرضونه کړي خوله بلیخوایې چارواکې په یوه اوبل نامه تري دټکس په نوم بیسي اخلي .

راپور—۲۰۱۵—۷—۷—
په هلمندکې دهندوانوکرونده ګروایې له یوي خوایې دولتي چارواکې په یوه اوبل نامه تري پیسي اخلي اوله بلي خوایه دتیروکلونوپه پرتله دهندوانوحاصل هم کم سوی دی .
دهلمند دناوي اوګرمسیرولسوالیودهندوانوکرونده ګروایې دخپل سرودلالانو،ښاروالۍ ،ترانسپورټ ،اودمارکیټ دنه درلودلوله امله دګټي پرځای تاوان کوي ،دوی وایې دخپل سروزورواکانوله لاسه ترپوزي رسیدلي دي اوپه دغه برخه کې ددولت څخه دمرستي غوښتنه کوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد  سروري راکوي .
په هلمندکې دهندوانواوخټکیوکرونده ګروایې له یوي خوایې حاصلاتومرضونه کړي اوله بلي خوایه بیلابیلي دولتي اوخپل سري ادارې په یوه اوبل نامه تري پیسي اخلي چې دغه چاري نه یوازي ددوی اقتصادسخت زیانمن کړی بلکي یه دګټي پرځای ورته درانه مالي زیانونه هم اړولي ،دکرونده ګروپه خبره تراوسه هم دولت ونه توانیدی چې کرونده ګروته مارکیټ جوړکړي خوداچې دوی دخپلوحاصلاتولپاره په خپله مارکیټ جوړکړی دولت یې اوس په یوه اوبل نامه تري پیسي اخلي .

دیادمارکیټ مسول وایې هره ورځ ۳۰۰ تراکتوره اوموټره هندواني مارکیټ ته راځي خودنامعلومودلالانواوزورواکانوله لوري نه یوازي یه مارکیټ له ستونزوسره مخ کړی بلکې کرونده ګروته یې هم زیانونه اړولي دي ،هغه داوونه ویل چې یادزورواکې څوک دي .خودښاروالۍ استازی وایې دایې قانوني حق دی اودښاري پراختیالمخي دکرونده ګروڅخه دټکس په نوم پرهرموټراوتراکتور ۲۷۰ افغانۍ اخلي. 


له پوره هڅوسره سره په دې بریالي نسوچې یاد زورواکان اودلالان هم پیداکړوترڅودیادي ستونزي سپناوی وسي ،دیاده ولوده چې دهلمندهندواني اوخټکي دهلمند دیوشمیرولسوالیوسربیره کندهار،زابل ،کابل ،اوغزني ولایتونوته هم وړل کیږي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر