۱۳۹۴ تیر ۳۱, چهارشنبه

په هلمندکې پولیسو دانسان تښتونکودمنګلوڅخه دوه ماشومان راخوشي کړل .

راپور—۲۰۱۵—۷—۲۳—
په هلمندکې پولیسو دانسان تښتونکودمنګلوڅخه دوه ماشومان راخوشي کړل .
امنیه قوماندان وایې یوه میاشت وړاندي انسان تښتونکودغه دوه ماشومان دتښتولي وه چې پولیسودخپلوپلټنولمخي یادماشومان دیوه تورن کس سره نیولي دي چې اوس مهال انسان تښتونکی دپولیسوسره په واکې دی ،دانسان تښتونکودمنګلوڅخه دراخوشي سويو ماشومانوپلرونه دپولیسوددغه هڅودقدرداني ترڅنګ دهرډول مرستي ژمنه یې وکړه ،تښتول سوي ماشوماشومان وایې ډيریې وهله اوټکوله ترڅوددوی دخوشي کیدوپرسرورنه ډیري پیسي واخلي ، دیادولووړده چې په دې ورستیوکې په لښکرګاه ښارکې دانسان تښتونکوپیښي ډیري سوي دي چې له امله یې ښاریان په سخته ویره کې راګیردي
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې پولیسوهغه دوه تنه ماشومان چې عمرونه یې داتواولسوکلونوترمنځ وه دانسان تښتونکودمنګلوڅخه راخوشي کړل چې شاه اوخوایوه میاشت وړاندي اختطاف سوي وه ،دهلمندامنیه قوماندان وایې دخلکوپه مرسته یې یادماشومان په یوه کورکې دانسان تښتونکودمنګلوڅخه په داسي حال کې راخوشي کړل چې په یادکورکې په یوه تورتیاره غاره کې ساتل کیدل ،قوماندان وایې په توریې یوکس هم نیول سوی دی چې په مټ به یې دنورواختطاف چیانوډلي هم ونیول سي .

تښتول سوي ماشومان وایې دوی په خورابدحالت کې دانسان تښتونکوپه منګلوکې ساتل کیدل چې تل به یې ددوی په زورونه لاس پورکاوه ترڅوددوی دکورنیوڅخه پیسي په لاس راوړي ،داسي ویل کیږي چې انسان تښتونکودیادوماشومانوپه بدل کې ددوه لکه امریکایې ډالروغوښتنه درلوده ،تنکي ماشومانودانسان تښتونکوسره په هغه تیاره غاره کې چیري چې دوی ساتل کیدل خپله کیسه داسي وکړه .


دپولیسوپه دغه کارنه یوازي دیادوکورنیوغړي خوښ وه بلکي ډيری دښاراوسیدونکې هم خوښ اورااضي بریښیدل اوپه هرډول حالاتوکې یه دخپلوپولیسوسره دمرستي ټټرهم وواهه،دوی ددولت څخه انسان تښتونکوته دسختي سزادورکړي غوښتنه هم وکړه،په لښکرګاه ښارکې په دي ورستیوکې دانسان تښتونکوپیښي ډیري سوي دي چې له امله یې ښاریان سخت اندیښمن کړي هم دي خوچارواکې بیادانسان تښتونکوپروړاندي دجدي مبارزي خبرورکوي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر