۱۳۹۴ مرداد ۴, یکشنبه

په هلمندکې لسګونه دشهیدانووارثینواومعلولینودخپلوحقونودنه ورکړي له امله لاریون وکړ.

راپور—۲۰۱۵—۷—۲۶—
په هلمندکې لسګونه دشهیدانووارثینواومعلولینودخپلوحقونودنه ورکړي له امله لاریون وکړ.
دشهیدانووارثینواومعلولینوچې دولایت دمقام مخي ته سره راټول سوي وه په یوه خوله دکاراوټولنیزوچارودریاست چاروواکې په خپلوکارونوکې پاته بلل اودهغیودلري کولوغوښتنه یې درلوده ،خودکاراوټولنیزوچارودریاست چارواکې بیاپروزارت له دي کبیله تورپوري کوي چې دهلمندحق پیسي یې پرخپل وخت ندي ورکړي چې دوی هم په دغه برخه کې له ګڼوننګونوسره مخ سوي دي .
نورحال دهلمند ولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې دشهیدانووارثینو اومعلولین دولایت دودانۍ مخي ته په دي موخه لاریون وکړچې ګواکې اړودنده چارواکو ددوی پرحقونوخیټه اچولي ده ،ددوی په خبره پوره یوکال کیږي چې دویته خپل حق ندی ورکول سوي اوهره ورځ په یوه اوبله پلمه تیرایستل کیږي چې دغه چارې دوی له سختواقتصادي ستونزوسره لاس اوګریوان کړي هم دي ،دوی وایې نه یوازي چې حق نه دی ورکول سوی بلکې دیادریاست له لوري ګواښل کیږي هم .

لاریون کونکې وایې وړاندي تردي یه مامورینوته په ښکاره رشوت ورکاوه خوسږکال چې یه ندي ورکړي یادخنډونه یې ورته پیښ کړي دي ،پرهمدي مهال په هلمندکې دکاراوټولنیزوچاروریس وایې دوی نږدي اوه زره شهیدان اومعلولین ثبت کړي چې په هره روبعه کې باید ددوی حق  ۱۲۵  ملیونه افغاني وزارت ورکړي چې داځل یاد وزارت دوی ته نیمي پیسي ورکړي چې له امله یې دغه ستونزه رامنځته سوه .

هغه وایې داچې بودیجه کمه ده نووزارت هم هلمندته پوره حق ندی ورکړی چې له امله یې دوی له ګڼوستونزوسره لاس اوګریوان کړي دي ،خوژمنه کوي چې ډيرژربه دغه ستونزي ته حل لاره ولټوي .



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر