۱۳۹۴ مرداد ۷, چهارشنبه

هلمندکې یوه شپږکسیزه وسله واله ډله دسولي دپروسي سره یوځای سوه .

راپور—۲۰۱۵—۷—۲۹—
هلمندکې یوه شپږکسیزه وسله واله ډله دسولي درواني پروسي سره یوځای سوه .
دهلمندوالي وایې دغې ډلي چې ددي ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې له تیروڅلورکلونوراهیسي فعالیت کاوه دسولي دشورا اوقومي مخورو په مرسته یې دیته اماده کړه چې خپله وسله کښیږدي اودسولي دپروسي سره یوځای سي ،خودسولي دشوراچارواکې وایې دولت اودسولي شوراپه دغه برخه کې کړي ژمني نه دي عملي کړي چې په دي ولایت کې دسولي پرروانې پروسي هم منفي اغیزي کړي دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې دسولي دشورااوقومي مخوروپه مرسته دوسله والوطالبانویوه شپږکسیزه ډله چې له تیروڅلوروکلونوراهیسې په نادعلي ولسوالۍ کې ددولت پرضدیې وسله وله اخیسته وه دچهارشنبي په ورځ دسولي دپروسي سره یوځای سوه ،هلمندوالي وایې دوی هڅه کوي چې په دې ولایت کې دبیلابیلولاروڅخه هغه وسله وال چې اوس مهال ددولت پرضدپه جګړه بوخت دي دسولي دپروسي سره یوځای کړي ،خودسولي دولایتي کمیټي چارواکې بیاپرمرکزي دولت اودسولي پرعلي شوراله دي کبله نیوکه کوي چې دژمني سره سمي هغه پروژي یه ددوی په واکې نه دي ورکړي چې له امله یې په دي ولایت کې دسولي پروسه کمرنګه کړي هم ده .

دسولي دشوراچارواکې وایې که ده سولي عالي شورا اومرکزي دولت په دغه برخه کې جدي ګامونه پورته کړي دلته به دسولي روانه پروسه بریالۍ وي ،پرهمدي مهال دسولي دپروسي سره یوځای سوي وسله وال وایې داچې دکورنیوژوندي یې په خطرکې واونوردوسله والوطالبانوپه لیکوکې یه ژوندکول ورته ګران خبره وه نوځکه یې دسولي روانې پروسي ته زړه ښه کړ.

دوی وایې وړاندي تردي یه په نادعلي ولسوالۍ کې له تیروڅلوروکلونوراهیسې ددولت پرضدوسله اخیستي وه چې له نن څخه وروسته به دخپلوکورنیودغړوسره یوځای خپل عادي ژوندته راوګرځي ،دیادولوده چې تراوسه په دې ولایت کې ۲۵۰ زیات وسله وال دسولي دورانې پروسي سره یوځای سوې ،شااوخوا۲۰۰ وسله وال دزندانونوڅخه راخوشي کړي اوهمدارنګه یې ۳۰۰ نوروسله وال دسولي دشوراپه مرسته پرکورکښینه ولي دي .




هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر