۱۳۹۴ تیر ۱۱, پنجشنبه

په هلمندکې دناامنیو له امله له تیرودریومیاشت راهیسي ۶۰۰ دمعیوبینواوشهیدانوکورنیو نومونه ثبت کړل سوي دي .

راپور—۲۰۱۵—۷—۲—
په هلمندکې دروانوناامنیوله امله له تیرودریومیاشت راهیسي ۶۰۰ دمعیوبینواوشهیدانوکورنۍ نومونه ثبت کړل سوي دي .
دکاراوټولنیزوچارو دریاست چارواکې وایې په بیلابیلوولسوالیوکې دجګړوله امله دښکیلوغاړوترڅنګ ملکي کسانوته هم درنه مرګ ژوبله اوښتي ده چې له تیرودریومیاشتوپه موده کې ۶۰۰ معیوبینواودشهیدانوکورنیوخپل نومه داړونده ریاست سره ثبت کړي ده ،په تیرودریومیاشتوکې دمعیوبینواوشهیدانوشمیرپه داسي حال کې ډیریږي چې په دې ولایت کې اوس هم دتراوه زره ډيرمعیوبین اومعلولین سته چې تل په دولت ددوی دحق دنه ورکولوله امله شکایت کوي .
په دې اړه نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې دکاراوټولنیزوچاروریس وایې دنوروکلونوپه پرتله سږکال په دي ورستیوکې دهغه کسانوشمیره لوړه ده چې دجنګونواوماین چاودنوله امله یې یادکورنۍ غړي دلاسه ورکړي دي اوځیني نوریې بیامعیوب سوي دي ،ددوی په خبره په یاده موده کې له دوی سره ۲۷۰ تنه معیوبین اوهمدارنګه ۱۳۴ دوژل سوکسانوکورنیوددوي سره نوم لیکلي دي .

نوموړی وایې ۱۷۰ کسانو تازه خپل دمعیوبیت اسنادونه دوی ته سپارلي  دي ،هغه وایې ددوامداروجکړواوپه جنګ کې دښکیلوغاړونه پاملرنه ددې لامل سوی دی چې دشهیدانو،اومعیوبینوشمیردنورکلونوپه پرتله لوړسو،دهلمنددولایتي شوراغړي بیادغه شمیرلږبولي ددوی په باوردلري پرتوسیموخلک دناامنیوله امله اوس هم نسي کولای چې یادریاست ته مراجعه وکړي ،

دولایتي شوارغړي په جنګې دښکیلوخواوڅخه دملکي کسانودخوندیتوب کلکه غوښتنه کوي ،یاده دي وي چې په هلمندکې تراوسه تراوه زره دډیرومعیوبینواوشهیدانونوم لکنه سوي ده ،خودچارواکوپه خبره ددوامدارجګړواوماین چاودنوله امله اوس هم هره ورځ ددي ولایت په بیلابیلوولسوالیوکې ملکي کسان یاخووژل کیږي اویاهم معیوبه کیږي  چې زیاتيدویه اندیښني هم  ډیري کړي دي .



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر