۱۳۹۴ مرداد ۵, دوشنبه

په هلمندکې دریحانوکښتونوښه پایله ورکړې ده خوکه دولت ورته بازارموندنه وکړي

راپور—۲۰۱۵—۷—۲۷—
په هلمندکې دریحانوکښتونوښه پایله ورکړې ده خوکه دولت ورته بازارموندنه وکړي .
کرونده ګروایې دریحانوکښتونه دکوکنارودکښتونوښه بدیل کیداسي که دولت دکرونده ګرودغه کښتونوته دبازارپه پیداکیدوکې مرسته وکړي ،دوی وایې که دولت مرسته وکړي اړنه دي چې په خپلومځکوکې دکوکنارکښتونه وکړي ،پرهمدي مهال دکرني دریاست چارواکې هم دامنې چې په دې ولایت کې دنورکلونوپه پرتله سږکال دریحانوکښتونه ډيرسوي خودکره شمیرپه اړه یې معلومات نلري .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې کرونده ګروپه خپله خوښه سږکال دریحانواوکنجتوکروندوته مخه کړي  ده چې دنوروکلونوپه پرتله یې کښتونه څوبرابره زیات سوي دي خوغوښتنه یې داده چې دولت دي ورته دبازارپه پیداکیدولوکې مرسته وکړي ،کرونده ګروایې داچې دکوکناروکښتونوښه پایله نه ده ورکړي نوځکه دوی سږکال دریحانواوکنجتوکښتونوته مخه کړه خوکه دکرني ریاست ورسره پرخپل وخت مرسته ونکړي یادکښتونه به هم کومه ښه پایله ونلري .

په ورته وخت کې دکرني دریاست سرپرست هم دامنې چې په دې ولایت کې دنورکلونوپه پرتله سږکال دریحانو،کنجتو،سایبینو،اولمرګلوکښتونه ډیرسوي دي اوښه پایله یې هم ورکړي ده ،ددوی په خبره داچې یادکښتونه دکوکناروښه بیدیل هم کیداسي نودوی هم هڅه کوي ترڅودغوکښتونوته وده ورکړي چې په دې کارسره به نه یوزاي دکرونده ګرواقتصادي ستونزي حل وي بلکې دکوکنارودکښتونوپه راکمولوکې هم مثبت رول لوبولی سي .

هلمندچې دهیوادپه سطه پراخي کرڼیزي حصلخیزي مځکي لري خودنوروولایتونوپه پرتله په دي ولایت کې دکوکناروکښتونه هم ډیرکرل کیږي ،کرونده ګروایې که دولت ددوی حلالوکښتونوته دبازارپه پیداکیدوکې مرسته وکړي دوی اړنه دي چې دکوکناروکښتونوته مخه کړي .
 


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر