۱۳۹۴ تیر ۲۰, شنبه

اجرائیه ریس :سوله په صداقت غواړو خوپه هلمندکې دامنیتي ځواکونوترمنځ نه همږغۍ دامنیت خرابوالي ته زمینه برابره کړي ده .

راپور—۲۰۱۵—۷—۱۱-
دملي یوالي دحکومت اجراییه ریس دیوه پلاوي په مشري هلمندته تللی .
هغه ته په جوړه سوي غونډه کې هلمندوالي وویل که مرکزي دولت یادولایت ته جدي پام وانه ړوي دنوروناامنیوترڅنګ به ددي ولایت دري ولسوالۍ سقوط وکړي ،خودهلمندخلکوداجراییه ریس څخه په دغه ولایت کې امنیت راتلل ،بیارغاونه ،داداري فسادلمنځه وړل دمځکودپراخ غصب مخنیوی ،بي عدالتي ،دامنیتي ځواکونوترمنځ نه همږغي دلمنځه تلوغوښتنه وکړه ،اجراییه ریس دخپلوخبروپرمهال بیا دسولي په برخه کې ددولت هڅي رښتني وبللي خودخلکوامنیت ساتل یې دخپل حکومت دنده هم یاده کړه ،هغه داهم ومنله چې په ټول هیواد کې دامنیتي ځواکونوترمنځ نه همږغۍ په بیلابیلوولایتونوکې ناامنۍ ته زمینه برابره کړي ده ،نوموړي په هلمندکې دناامنیوډیریدل دملکي اونظامي چارواکودامنیت شوراته دهلمند په اړه ناسم راپورونه ورکول یې ددي ولایت دناامنیویوبل لامل هم یادکړ.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار دسردرمحمد سروري راکوي .
دملي یوالي ده حکومت اجراییه ریس ډاکټرعبدالله عبدالله دشنبي په ورځ هلمندته دیوه دولتي پلاوي په مشري سفروکړ،هغه ته په جوړه سوي غونډه کې لومړی هلمندوالي په یادولایت کې دروانوستونزواودشته ناخوالودلري کولوپه برخه کې یه دملي یوالي دحکومت څخه دجدي پاملرني غوښتنه وکړه، دوالي په خبره اوس هم وسله وال طالبان غواړي دخپلولویوبریدونوپه دوام ددي ولایت دري ولسوالۍ دخپلي ولکې لاندي راولي، دوالي انديښنه داده که امنیتي سکتورجدي پام وانه ړوي دیادولایت دري ولسوالۍ به ډيرژرسقوط وکړي .

دهلمندخلکوبیادجراییه ریس څخه ترهرڅه لومړی دامنیت دټنګښت غوښتنه درلوده،ددوی په خبره په اداروکې دپراخ اداري فسادشتون،دمځکوغصب ،دامنیتي ځواکونوترمنځ نه همږغۍ،بي عدالتي ،اوزورواکې هغه څه ووبلل چې هلمندکې یه دناامنیولپاره ښه زمینه برابره کړي ده .

په ورستیوکې دملي یوالي دحکومت اجرايیه ریس ډاکټرعبدالله عبدالله په ټنګارسره وویل چې دملي یوالي حکومت په صداقت سره دیوي رښتني سولي دراتلوپلوي کوي خونوموړي په دغه برخه کې نورتوزیات وړنکړه ،اجراییه ریس دخلکودامنیت پرساتلو هم ټنګاروکړ،نوموړي داومنله چې دامنیتي ځواکونوترمنځ نه همږغۍ نه یوازي په هلمندکې بلکې په ټول هیوادکې یه امنیتي ننګوني دپام وړډيري کړي دي .دعبدالله عبدالله په خبره دهلمنددناامنیویوبل لوی لامل دملکي اونظامي چارواکوامنیت شوراناسم راپورونه دي چې دلته یې جګړه دوامداره کړي ده .

اجراییه ریس وایې که په ملکې اونظامي چارواکوکې بدلون رانسي ،دخلکواودولت ترمنځ رامنځته سوی واټن لري نسي ښه حکومتولي راتلل ناشوني ده ،دهلمنددخلکودستونزودحل په موخه دملي یوالي دحکومت اجراییه ریس په داسي حل ددي ولایت دخلکوسره ژمنه کوي چې په وار وارددي ولایت اوسیدونکودخپلوستونزوپه هلکه ږغ پورته کړی دی خوتراوسه هم ورته مثبت جواب نه دی ویل سوی .






هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر