۱۳۹۴ تیر ۲۴, چهارشنبه

ملاخیل : دکوچني اختردشپواو ورځولپاره مو کلک امنیتي تدابیرنیول دي .

راپور—۲۰۱۵—۷—۱۶—
په هلمندکې کوچني اختردشپواو ورځولپاره کلک امنیتي تدابیرنیول سوي دي .
دهلمندامنیه قوماندان وایې دلښکرګاه ښآرپه ګډون یې په ولسوالیوکې هم دمیله ځایونولپاره ګډ امنیتي تدابیرنیولي دي ،دقوماندان په خبره دیادوورځودلاښه امنیت دخوندیدیتوب لپاره ځانګړي پولیس په دندوګمارل سوي دي ، ترڅودغه دخوښي اوخوشحالي ورځي په ډاډمنه امنیتي فضاکې ترسره سي ،هاخوا دلښکرګارښاراوسیدونکې هم په ښارکې دمنظوتلاشیواوکلک امنیتي تدابیردنیول کیدوخبره کوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندامنیه قوماندان وایې دکوچنې اختردشپوورځولپاره یې په ښاراولسوالیوکې کلک امنیتي تدابیرنیولي دي ،دده په خبره دټولومیله ځایونولپاره یې دښه امنیت ساتلوپه موخه ځانګړي پولیس په دنده ګمارلي دي ترڅودهرډول وړولویوچاودنواوهمدارنګه دنورو وارن کاره کړنومخه هم نیول سوې وي .

ملاخیل وایې دلویولارو اوپه ښارکې دننه یې دبیلابیلوامنیتي ارګانونوسره په ګډه دجوړسوي پلان لمخي یې تلاشۍ منظمي کړي اوداتلاشۍ به داختردورځوترورستیودوام وکړي ،خوقوماندان دخلکوپرهمکارۍ هم ټنګاردرلود،پرهمدي مهال دلښکرګاه ښاراوسیدونکې هم دامنیتي ځواکونودچلنداوپه ښارکې دکلک امنیتي تدابیرو دنیول کیدوڅخه خوښ دي، دوی غوښتنه کوي داچې داخترپه شپوورځوکې په ښارکې ګڼه ګوڼه ډيروي نوامنیتي ځواکونوته په کارده چې خپله دنده په ښه توګه ترسره کړي .

دوی وایې دامنیتي ځواکونوهلوځلوته په کتوکیدای سي دنوروکلونوپه پرتله سږکال په اخترکې امنیتي ننګوني اوپیښي کموي ، داپه داسي حال کې ده چې تیره شپه دلښکرګاه ښاردبولان په سیمه کې دروژي دماتولوپرمهال پریوه امنیتي پوسته په ځانمرګې بریدکې لومړی درې پولیس ووژل سول اوپنځه نورټپیان سوله چې وروسته په روغتون کې دري نورټپي سوي پولیسوهم ووژل سول .



    

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر