۱۳۹۴ مرداد ۶, سه‌شنبه

پولیسوڅلورهغه ډلي نیولي دي چې په ښارکې یه ناامنیوته زمینه برابره ول .

راپور—۲۰۱۵—۷—۲۸—
په هلمندکې پولیسوڅلورډلي نیولي دي چې له امله یې په ښارکې ناامنیوته زمینه برابره ول .
چارواکې وایې په یادوډلوکې یه ۱۱ تورن کسان ددوو ورځوپه اوږدوکې دپه ښاراو ولسوالیوکې نیولي دي.چې په غلاو،ماین ښخولو،اوهمدارنګه دچاودیدونکوتوکوپه انتقال کې یه لوی لاس درلود،امنیتي چارواکې وایې یادکسان یې داولس په مرسته نیولي دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندامنیه قوماندان وایې پولیسوپه ښاراوولسوالیوکې څلورهغه ډلي نیولي دي چې په بیلابیلوجرمونوکې یه لاس درلود،دقوماندان په خبره ټول نیول سوي ۱۱ کسان دماین په ښخولو،وسله والوغلاو،دجعلي پاکستانیوکالداروپه ویشلو،اوهمدارنګه دځانمرګوبریدونواوچاویدونکوتوکودانتقال مسولیت یې درلودچې دخلکوپه مرسته یې په تیرودو ورځوکې په ښاراوولسوالیوکې نیولي دي .

قوماندان وایې داچې په دي ورستیوکې ځیني کړۍ غواړي په ښاراوولسوالیوکې په بیلابیلوجرمونولاس پورکړي خوپولیسویې دمخنیوي پروړاندي جدي ګامونه پورته کړي دي چې ډيرژربه یادي ډلي هم ونیول سي .

هغه وایې که څه هم یادوډلوپه دي ورستیوکې بیلابیل تکتیکونه اوچلونه په لاراچولي دي خوقوماندان وایې دوی هم ورته بشپړه تیاری نیولی دی چې ډيرژربه دوه نوري ډلي هم ددوی له لوري ونیول سي ،دیادولوده چې ددي واني په اوږدوکې دهلمندامنیتي چارواکوپه مرکزاوولسوالیوکې  ۱۲ تنه دانسان تښتونکوپه تورنیولي چې عدلي اوقضایې اداروته یې هم سپارلي دي .



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر