۱۳۹۴ تیر ۱۴, یکشنبه

په هلمندکې سیمه ییزوپولیسودسیمي اوسیدونکې دطالبانوسره داړیکوپه تورسخت وهلي اوډبولي دي .

راپور—۲۰۱۵—۷—۵—
په هلمندکې سیمه ییزوپولیسودسیمي اوسیدونکې دطالبانوسره داړیکوپه تورسخت وهلي اوډبولي دي .
دهلمند دناوې ولسوالۍ دشورشورک دسیمي اوسیدونکې چې داحتجاج په ډول سره لښکرګارښارته راغلي وه دخبریالانوسره یې په خبروکې وویل نه یوازي په دې تور چې ګواګې دطالبانوسره اړیکه لري سخت وهل سوي بلکې یه دکورونوڅخه دښځوغاړه ګۍ اونورتوکې هم وړل سوي دي ،دوی وایې په سیمه کې دسیمه ییزوپولیسودقوماندان نورمحمد لخواورسره په لوی لاس  دغه ډول ظلمونه کیږي ترڅوسیمه خوشي کړي ،خوامنیتي چارواکې نه یوازي چې ناخبري ښه یې بلکې زیاته وي تراوسه په دې اړه دویته چامراجعه نه ده کړي
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند دناوې ولسوالۍ کې دشورشورک په  سیمه کې دنورمحمدپه نوم دسیمه ییزوپولیسویوه قوماندان دسیمي اوسیدونکې په دې تورسخت وهلي اوډبولي دي چې ګواګې دوسله والوطالبانوسره اړیکي لري ،دغه اوسیدونکې چې داحتجاج په ډول سره لښکرګاه ښارته راغلي وه دخبریالانوسره یې په خبروکې وویل نه یوازي وهل سوي بلکې دکورونوڅخه یې بیلابیل توکې هم وړل سوي دي ،وهل سوي کسان وایې قوماندان غواړي په دغه ډول کړنودوی دسیمي پریښیدوته اړکړي ترڅوهغه ددوی مځکې پرنوروکسانووپلوري .

ددوی په خبره وړاندي تردي یه هم دیادقوماندان دظلمونوپه اړه څوځله شکایتونه کړي دي خوچایه هم په خبره سرنه دی ګرولی ،چې دوه ورځي وړاندي یه دعملیاتوپه نوم له دوی سره دغه ډول چلند وکړ،هڅه مووکړه چې په سیمه کې دیادقوماندان سره هم خبري وکړوخوله پوره هڅوسره سره پدي کاربریالي نسو،خودهلمندامنیه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخیل وایې په دې اړه نه ورسره معلومات سته اونه هم دویته تراوسه چامراجعه کړې ده ،نوموړی وایې که دغه کسان له دوی سره دیادقوماندان دوهلوپه اړه کره اسنادشریک کړي دوی به یې ونیسي اودقانون منلګوته به یې وسپاري ،دیاده ولوده چې شاه اوخوایوکال وړاندي هم دمارجې ولسوالۍ څخه یوشمیرکسان په دې موخه راغلي وه چې ګواګې په سمیه کې دپولیسوله لوري وهل سوي خوترپلټنووروسته وهل سوکسانوخپله داومنله چې په سیمه کې دوسله والوطالبانولخوادپولیسودبدنامه ولولپاره دغه کارته هڅول سوي وه .




هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر