۱۳۹۴ تیر ۲۴, چهارشنبه

په هلمندکې ددولتي مځکوغاصبین دناامینودډیریدویولوی لامل دی .


راپور—۲۰۱۵—۷—۱۵—
په هلمندکې ددولتي مځکوغاصبین دناامینودډیریدویولوی لامل دی .
دنادعلي ولسوالۍ امنیتي  چارواکې وایې دیادي ولسوالۍ چارچاپیره دولتي مځکي دي چې اوس مهال دمافیایې کړیواوزورواکولخواغصب سوي دي چې ترډيره یادکسان په ناامنیوکې لاس لري ،دیادي ولسوالۍ اوسیدونکې بیاپه نادعلي ولسوالۍ کې امینت ناسم یادوي اوتورپوري کوي چې امنیتي چارواکې دسیمي اوسیدونکوپه امنیت راویستلوکې پاته راغلي دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمنددنادعلي ولسوالۍ امنیه قوماندان وایې دیادي ولسوالۍ چارچاپیره دولتي دښتي مځکي دي چې دګرشک څخه پیل دنادعلي، ګرشک، مارجې اودلارام ځينې ساحې هم پخپل برکې نيسي چې ترډیره یې یادسیمي دمافيايي کړيواوغاصبينولخوا غصب سوي دي چې په ناامینوکې همداکسان لویه ونډه لري .

قوماندان دولایتي چارواکوڅخه دیادوغصب سویومځکولپاره دیوه لوی پلان دجوړیدواوعملي کیدوغوښتنه کوي، دده باورپه دغه کارسره به نه یوازي څوولسوالۍ امنیت سي بلکي دلښکرګاه ښارپه امنیت کې هم ستررول لوبولی سي، په ورته وخت کې دیادوي ولسوالۍ اوسیدونکې بیا توري پوري کوي چې ګواکې په نادعلي ولسوالۍ کې امنیتي چارواکې دامنیت په کابوکولوکې پاته راغلي دي ،ددوی په خبره ډيری وختونه افغان امنیتي ځواکونه دخلکوپه زورونه هم لاس پوري کوي، دغه اوسیدونکې  وایې په دې ورستیوکې دغلاو اوپه لویولاروکې دماینونوډیریدل دوی له سختونستونزوسره هم مخ کړي دي .


دمځکوغصب اوناامنې په هلمندکې نه وي خبره نه ده دلته نه یوازي ډیری دولتي مځکي غصب سوي بلکي ترڅنګ یې یادغاصبین دچارواکوپه خبره ددي ولایت په ناامینوکې لوی لاس هم لري .خودسیمي اوسیدونکې بیادامنیتي چارواکوپرناسم چلند نیوکه کوي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر