۱۳۹۴ تیر ۱۸, پنجشنبه

د۲۱۵ میوندقول اردودښوونیزمرکزڅخه داځل ۱۰۰۲ تنه سرتیري فارغه سول .

راپور—۲۰۱۵—۷—۹—
په هلمندکې د۲۱۵ میوندقول اردودښوونیزمرکزڅخه ۱۰۰۲ تنه سرتیري فارغ سول .
چارواکې وایې په نوودتازه دمه سرتیروکې دهیواد۳۴ ولایتونوڅخه ځوانان شامل دي چې په بیلابیلوبرخوکې ورته مسلکي پوځي زدکړي ورکول سوي دي چې دهیواددامینت دبشپرتیاپه موخه به ډیرژردندوته ولیږدول سي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې د۲۱۵ میوندقول اردودښوونیزمرکزڅخه داځل دهیواد۳۴ ولایتونوڅخه  ۱۰۰۲  تنه دملي سرتیري فارغه اوپه سیموکې به دبشپړه امنیت دراویستوپه موخه به ډیرژرپه دنده وګمارل سي ،د۲۱۵ میوندقول اردوقوماندان وایې په دغه مرکزکې ټول روزل سووسرتیروته په لوړکچه پوځي زدکړي ورکول کیږي چې دندوپرمهال یې دځانه ښه وړتیاهم ښودلي ده ،که څه هم په شمالي هلمندکې ناامنۍ څوبرابره ډیري سوي دي خوقوماندان وایې وسله وال طالبان نورنسي کولای چې دافغان وسله وال پوځ څخه کومه سیمه ترخپلي ولکي لاندي راولي .

پرهمدي مهال دیادښونیزمرکزقوماندان وایې دتیروڅوکلونوراپه دیخوایې دا۱۴ دوره فارغین دي چې ددومیاشتوپه موده کې ورته پوځي زدکړي ورکول سوي دي چې دهیواددبیلابیلوسیمودامنیت لپاره په دنده وګمارل سي .

چارواکودنوتازه دمه سرتیروڅخه دندوپرمهال دخپلوپوځي مهارتونوپه کارولواوعملي کولوسره دخلکولپاره دبشپړه امنیت دتڼګ غوښتنه وکړه ،که څه هم چارواکې ډاډورکوي چې په هلمندکې به پشپړه امنیت ټنګ کړي خودهلمندپه سنیګن ،موسي کلا،نوزاد،اوکجکې ولسوالیوکې دامهال نصبي امنیت هم شتون نلري چې دامنیتي چارواکوترڅنګ ملکي وګړي په سختوحالاتوکې شپي او ورځي سباکوي .



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر