۱۳۹۴ تیر ۲۲, دوشنبه

ملاخیل :په هلمندکې پنځه ډلي دافغان امنیتي ځواکونوسره جګړه کوي .

راپور—۲۰۱۵—۷—۱۳—
دهلمندامنیتي چارواکې وایې اوس مهال پنځه وسله والي ډلي دافغان امنیتي ځواکونوپروړاندي په جګړه بوختي دي .
دهلمندامنیه قوماندان وایې که څه هم دوی دهري ډلي دځپلولپاره پوره چمتوالی نیولی دی خودم ګړی افغان امنیتي ځواکونه دیادوډلوسره په بیلابیلوبرخوکې په جګړه بوخت دي ،هغه وایې که څه هم په دغه برخه کې دوی له څوډلوسره په جګړه کې راګیردي خوبیاهم دمقاومت لپاره یې جدي پلانونه ترلاس لاندي نیولي دي ،نوموړی دنورووختونوپه پرتله اوس مهال دافغان امنیتي ځواکونوسره دخلکوپراخه مرسته مهمه بولي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکاسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندامنیه قوماندان وایې په دي ولایت کې اوس مهال افغان امنیتي ځواکونودپنځووسله والوډلوسره په جګړه بوخت دي ،هغه وایې که څه هم دوی دیادوډلودځپلولپاره پوره چمتوالی لري خوپه دي ولایت کې یې دجګړي دوامداره کیدل هم داپه ګوته کړه چې افغان امنیتي ځواکونه دیادوډلوسره پنځه ځایه په بیلابیلوبرخوکې په جګړه کې راګیردي، نوموړي یادي ډلي وسله وال طالبا،داعیش ،قاچاقبر،وسله وال غله ،اوپه دولت کې دننه ځیني کړۍ دي چې دخپلوګټودساتلوپه موخه ناسم تبلیغات کوي .

امنیه قوماندان که څه هم دیادډلوسره دکلکي مبارزي خبرورکوي خوټنګاریې دادي چې دنورووختونوپه پرتله باید دسیمي اوسیدونکي دافغان امنیتي ځواکونوسره پوره مرسته وکړي .

که څه هم په هلمندکې دطالبانو،قاچاقبرو،وسله والوغلو،اوددولت پرضدمنفي تبلیغات کول کومه نوي خبره نه ده خودیادولووړخبره داده چې ددي ولایت په کجکې ولسوالۍ کې په دي ورستیوکې دداعیش ډلي ډیریدل ددولتي چاروکوسربیره کله ناکله دوسله والوطالبانوسره هم په جګړه کې راګیروي چې دغه چاري اندیښني راپیداکړي دي .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر