۱۳۹۳ تیر ۱۳, جمعه

باقي زوی : په هلمندکې تر۲۰ دزیاتووسله والوطالبانودوژل کیدوخبرورکړ.

راپور—۲۰۱۴—۷—۴---
په هلمندکې تر۲۰ دزیاتووسله والوطالبانودوژل کیدوخبرورکول سو.
ددي ولایت امینتي چارواکې وايې تیره ورځ وسله والوطالبانوغوښتل چي دلښکرګاه ښاراړونده دباباجي په سیمه کې ځای پرځای سي اوروسته پرامنیتي پوستوبریدونه وکړي چې پولیسويې پووړاندي عملیات کړې اوددوي ددغه بریدمخه يې ونیول سول .
په دغه حمله کې پولیسوته هم مرګ ژوبله اوښتی ده .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند امنیه قوماندان پاسوال عبدالقیوم باقي زوی  وايي دلښکرګاه  اړونده باباجي په سیمه کې تیره ورځ سهار شپږ بجي جګړه  پیل سوه او دماپښین تر یوې بجي پورې يي دوام درلود چې پرمهال يې  تر ۲۰ زیات وسله وال طالبان  وژل سوي اوجسدونه يې هم په سیمه کي پاته سوي دي .
هغه وايې وسله والوغوښتل په یاده سیمه کي ځای پرځای سي اولښکرګاه ښارته امنیتي ستونزي رامنځته کړي چي سیمه اوس مهال په بشپړه توګه دوسله والودشتون څخه پاکه کړې ده .

قوماندان وايې دوسله والوڅخه پنځه موټرسېکله .څلویښت کړۍ ماینونه . وسلي اوموهمات هم نیول سوي دي خوزیاته وي دیوه پولیس دوژل کیدوسربیره دوه نورټپیان سوي هم دي .
دیاده وړده دهوادګرمې دوسره سم پدي ولایت کې دوسله والوطالبانوحملي دتیرپه پرتله څوپرابره ډیري سوي دي چي له امله یې دملکي کسانوترڅنګ دواړولوروته درنه مرګ ژوبله هم اوښتی ده اولادجنګ دغه لړۍ اوس هم په ځینوسیموکې دوام لري .
که څه هم وسله والوطالبانودیادي حملي په اړه څه ندي ویلې خوددې ډلي ویاندقاري یوسف احمدي په یوشمیرسیموکې دولتي سرتیروته دمرګ ژوبلي داړه ولوخبرورکوي .



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر