۱۳۹۳ تیر ۱۶, دوشنبه

احمدزی :په سنګین ولسوالۍ کې به ډيرژر ۲۰۰ نورسیمه ییزه پولیس په دنده وګمارل سي .

راپور---۲۰۱۴—۷—۷—
په سنګین ولسوالۍ کې به ډيرژر ۲۰۰ نورسیمه ییزه پولیس په دنده وګمارل سي .

دهیوادکورنیوچارودوزارت دسیمه ییزه پولیسوعمومي مشریادي ولسوالۍ ته دسفرپرمهال ژمنه وکړه

چې دنووسیمه ییزه پولیسوپه دنده دګمارلوترڅنګ به دشته سیمه ییزه پولیسوټولي ستونزي هم لمنځه وړي .
خوبلخوابیاددي ولایت امنیتي مسولین په سیمه کې دځان پروړاندي لوې خنډمځکنې ماینونه یاده وي چې ددې چارې دلمنځه تلوپه موخه یې هم هڅي روانې دي .

نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندپه موسي کلااوسنګین ولسوالیوکې به ډیرژرنوي سیمه ییزه پولیس په دنده وګمارل سي .

دغه ټکی دکورنیوچارودوزارت دسیمه ییزوپولیسوعمومي مشرپاسوال علیشاه احمدزي په سنګین لسوالۍ کي په ډاګه کړ.

احمدزی وایې اوس مهال په سنګین ولسوالۍ کې ۳۰۰ سیمه ییزه پولیس دنده ترسره کوي چي دغه 

شمیربه په نږدوورځوکې ۵۰۰ تنوته لوړکړي

دهغه خبره همداشان په موسي کلاولسوالۍ کې ۱۵۰ سیمه ییزپولیس دنده لري چي دغه شمیربه هم ۲۰۰ تنوته لوړسي .

داچي پدی ولایت کې سیمه ییزه پولیس تل داعاشې اوموهیماتوپه برخه کې خپلې ستونزي وایې خوداځل احمدزي ژمنه وکړه چي په 

ټولوبرخوکي به ددوي دغوستونزوته دحل لارې چارې ولټوي .

پرهمدي مهال امنیه قواندان پاسوال عبدالقیوم باقي زوی اود۶۰۴ سرحدي زون قوماندان مل پاسوال سلطان محمودمحمود وايې

دم ګړی ددوې پروړاندي په سیمه کې لوي خنډمځکنې ماینونه دي چې 

ددغې چاري دلمنځه تلولپاره سیمي ته نوي ځواکونه هم رسیدلي چې 

دعملیاتودپیل کیدوترڅنګ به دمځکنې ماینونوستوزه هم لمنځه یوسي .

دسنګین ولسوالۍ جګړه که څه هم دتیرپشان تونده نه ده خواوس هم 

پریوشمیرامنیتي پوستوهره ورځ وسله وال طالبان خپل بریدونه کوي .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر