۱۳۹۳ تیر ۱۲, پنجشنبه

دعامي روغتیاوزیره :په شمالي هلمند كې د تيرولسوورځودجگړوپرمهال ۳۸۰ تنه ټپيان سوي دي

راپور-۳-۷-۲۰۱۴
په شمالي هلمند كې د تيرولسوورځودجگړوپرمهال ۳۸۰ تنه ټپيان سوي دي
دغه ټکی د پنجشنبې په ورځ د عامې روغتيا وزيرې هلمندته دخپل یوه سفرپرمهال په یوه جوړه سوي غونډه کي  په ډاگه كړ،وزیري هلمندته دخپل سفرموخه له هغه ډلوڅخه ليدنه اوڅارنه وبلله چې ددې جگړې په لومړيوكې د روغتيايي خدمتونود وړاندې كولوپه موخه له كابل څخه راليږل سوي دي،
پرهمدي مهال ځايي چارواکودعامي روغیتاله زیري څخه په دي ولایت کي دروغتیاپه برخه کي دتشکیل دزیات والي غوښتنه وکړه .
نورحال دهلمنددولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهیواددعامي روغتیاوزیره ډاکټرثریادلیل هلمندته دخپل سفرموخه له هغه روغتیايې خدمتونوڅخه لیدنه وه چي دجګړي پرمهال ددي ولایت دعامي روغتیاردریاست اونورو روغتیایې مرسته کوونکوادارولخواورته وړاندي سوي دي .
هغې زیاته کړه دسنګین دولسوالۍ دجګړي لمنه چي ددي ولایت څلورونوروولسوالیوته هم وغځیده پرمهال يې  ۳۸۰ تنه ټپیان سوله چي له دي جملي نه  ۶۱ تنه ښځي . او۳۸ تنه يې هم ماشومان دي
وزیري ژمنه وکړه داوس مهال لپاره یادروغتیايې خدمتونه بسنه کوي ولي که اړتیاولیدل سي چمتودي چې له مركزڅخه نورې مرسته كوونكې روغتيايي ډلې هم هلمندته وليږي.

نوموړي په دي ولایت کي دتیرودریومیاشتوپه تیردوسره دپولیودواکسین په ټپه دریدوڅځه داندیښنې ترڅنګ وویل دامنیتي ستونزودلري کولوسره سم به یوځل بیاهم دغه لړۍ راپیل کړي .
په دغه غونډه کي دهلمندوالي محمدنعیم دعامې روغتیاله وزیرې څخه غوښتنه وکړه چې په هلمندکې دې دروغتیاپه برخه کې دتشکیلاتودډیروالي اودشته روغتیایې مرکزونوپه پیاوړي کولوکې هم پوره پاملرنه وکړي.

بایدوویل سي په هلمند كې د عامې روغتيا درياست ترڅنگ دوې خيريه ادارې په شمالي اوجنوبي هلمند اوهمدا رازپه مركزي بست روغتون كې د بې سرحده ډاكترانوټولنه،اوايمرايجنسي روغتون بيلابيل روغتياي خدمتونه پرمخ وړي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر