۱۳۹۳ تیر ۱۱, چهارشنبه

هلمندي ځوانان: دهلمند دشمالي ولسوالیودجنګ ځپلوکورنیوسره دمرستودراټوله ولولړۍ راپیل سوه .

راپور-۲-۷-۲۰۱۴
دهلمند دشمالي ولسوالیودجنګ ځپلوکورنیوسره دمرستودراټوله ولولړۍ راپیل سوه .
دمرستودغه لړۍ ددي ولایت دیوشمیرځوانانوروڼ اندواودولایتي شورادوکیلانولخوادچهارشنبي په ورځ دیوې جوړي سوي غونډې پرمهال پیل سوه ،په غونډه کي ویناوالوپه جنګ کي دښکیلوغاړوڅخه دروژې دمبارکي میاشتي په ورځوکي دجنګ دبندولوغوښتنه وکړه .
دوي همدارازپرمرکزي دولت نړیوالې ټولنې  اومرسته کوونکوي اداروهم ږغ وکړچي دبیځایه سوکورنیوسره دي ژرترژره مرسته وکړي
نورحال دهلمندولایت څځه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي.
دشمالي هلمندله جنګ ځپلوکورنیوسره دمرستودراټولولولړۍ ددي ولایت دیوشمیرځوانانوله لوري راپیل سوه .
دغه ځوانان وایې څه موده وړاندې د بدخشان په ارګوولسوالۍ كې د طبيعي غم لړلې پيښې د قربانيانوسره د مرستې لومړى ږغ له هلمند څخه راپورته سواودا لړۍ يه ټولوولايتونوته وغځول  .
دوي زیاته وي اوس هم کرارندي ناست اوترخپله وسه به هڅه وکړي چې ددي ولسوالیودغم ځپلوکورنیولپاره نغدي مرسته راټوله او اړوکورنیوته يې هم وره سوي .

دوي همدارازپه جګړه کي له دواړوخواوغواړي دروژي وه مبارکي میاشتي ته په پوره درناوي سره جگړه بنده اوهغه ملکي نر. ښځي . ماشومان چي اوس مهال له گڼوستونزوسره مخامخ دي وژغورې
دغونډي ویناوالوله دولت اونړیوالې ټولنې څخه هم غوښتنه وکړه چي په سنګین ولسوالۍ کې دي داوږده مهال لپاره منظم پلانونه جوړاودجګړې دغه لمبوته دي دپاي ټکي کښیږدي چي هرکال يې له امله دیادي ولسوالۍ اوسیدونکي سوځي.
دا په داسې حال كې ده چې په همدې ورځ په لښكرگاه ښارکې د كډوالوچارود رياست لخوا دهغه کورنیوسره دمرستولړي پیل سوه چي ښارته راکډه سوې وې خودوه ورځي وړاندي چارواکوویلي ووچي دوي په سنګین ولسوالۍ کي دجنګونوله امله دبیځایه سوکورنیوسروي نسې کولای .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر