راپور-۱۲-۷-۲۰۱۴
د هلمند د سنگين ولسوالۍ اوسيدونكي وايي دولت که امنیت نسي كابوکولای نوسیمه دي وسله والوطالبانوته په واکي ورکړي .
دغه اوسیدونکي چي په
خوراسختوحالاتوکي دژوندترخي ورځي اوشپي تیره وي
وايې اوس هم درواني جګړي له امله ددوي مړي په سیمه کې پراته دي چي
دښخوولوزمینه هم نه ده وره برابره .
خوچارواکي وايې
ددغوستونزودلمنځه تلولپاره نورچاڼیزعملیات کوي ترڅوپه سیمه کي دامنیتي ننګونولمنه
ټوله کړي .
نورحال دهلمندولایت
څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .

دغه اوسيدونكوپه سیمه کي شمشادتلویزیون ته وویل لوړپوړي
چارواكي په واروارله دې حالت اوولسوالۍ څخه ليدنه كوي خوپه تيرودوو اونيوكې يې
داسې خاص گام
نه پورته
کړي چي دغه حالت ته دي بدلون
ورکړي .
دسنګین ولسوالۍ اوسيدونكي
وايي كه دولت ددې حالت د كابوكولوتوان نه لري نویاده ولسوالۍ دي په
بشپړډول وسله والوطالبانوته
په واکي ورکړي ځكه چې اوس مهال د جگړې له دواړولوريوڅخه
ملكي وگړي له سختوکړانوڅخه تیریدونکي
دي .

هغه وايې که په سیمه کي یادي
قرارګاوي ځای پرځای نسي دسنګین ولسوالۍ امنیت به دپرمختګ په لورکوم خاص ګام وانخلي
.
داسي ویل کیږي دیادي ولسوالۍ
دجګړې دوامداره کیدل دامنیتي ځواکونوترمنځ نه همږغي اودیوبل سره نه همکاري هغه څه
دي چي په سیمه کي جګړه دوام کوي .
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر