۱۳۹۳ تیر ۱۴, شنبه

محمدي : دملي دفاع وزیرپه هلمندکي دشته امنیتي ستونزودژرلري کولوډاډورکړ.

راپور۵-۷-۲۰۱۴
دملي دفاع وزیرپه هلمندکي دشته امنیتي ستونزودژرلري کولوډاډورکړ.
نوموړي دغه څرګندونې دشنبي په ورځ دیوه لنډسفرپرمهال چي دکورنیوچارودوزارت یوشمیرچارواکویه هم ملتیاکوله په لښکرګاه کي خبریالانوته په ډآګه کړ.
هغه هم مني چي ددي ولایت په ځينوسیموکي امینتي ستونزي شته خودلري کولولپاره يې پوره هڅي راپیل کړي هم دي .
نوموړي یوځل بیاهم دسنګین په جګړه کې دګاونډي هیوادپاکستان دای ایس ای اداره تورنه کړه چي پدغه جګړه کې عملا لاس لري
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
د ملي دفاع وزيرسترجنرال بسم الله محمدي له ولايتي مسؤلينوسره ترليدنې اوكتنې وروسته خبريالانوته وويل دې ولايت ته يې د سفرموخه په سنگين كې د روان حالت څخه ليدنه وه .
 هغه وويل په سنگين كې سلگونووسله والوطالبانوچي بهرني جنگيالي هم پكې شامل وهڅه كوله چې د هلمند شمالي سيمې ترخپل كنټرول لاندې راولي خوبيا هم د افغان ځواكونوله مقاومت سره مخامخ سودي

نوموړي هم ومنله ددې ولايت په ځينوسيموكې امنيتي ستونزې شتون لري خوافغان ځواكونويې په وړاندې ښه دنده ترسره كړې چې مخالف لوري ته يې نه يوازې د هلمند په شمالي سيموكې بلكې د لښكرگاه په مربوطاتواوخانشين سرحدي ولسوالۍ كې يې هم درنه مرگ ژوبله وراړولې ده.
محمدي وايې په دغه جګړه کې نه یوازي دپاکستان څارګره اداره ای ایس ای دخیله ده بلکي عربي جنګیالې هم په سنګین کې دوسله والوطالبانوسره یوځای دافغان امنیتي ځواکونوپروړاندي جنګیږي .

د ملي دفاع د وزيرسترجنرال بسم الله محمدي چورلكه د شنبې په ورځ غرمه مهال په لښكرگاه كې د ولايت ودانۍ ته څيرمه په كرزي لوبغالي كې راكښته سوه چې وروسته يې له ځايي چارواكوسره د تړلودروازوترشا داږدوخبرووروسته راڅرګندسو.


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر