۱۳۹۳ تیر ۱۰, سه‌شنبه

باقي زوی : دهلمند په سنگين كې ځمكني ماينونه د امنيتي ځواكونواوملكي کسانوپروړاندي لوي خنډ دی .


راپور-۱-۷-۲۰۱۴
د هلمند په سنگين كې ځمكني ماينونه د امنيتي ځواكونواوملكي کسانوپروړاندي لوي خنډ دي .

چارواکي وايې اوس مهال په سنګین کي وسله والودمقاومت توان له لاسه ورکړی خوزیاته وي په سیمه کي په زیات شمیرماینونه ځای پرځای کړي

 چي دملکي کسانوترڅنګ امنیتيځوواکونوته يې هم ډیره مرګ ژوبله اړه ولي ده .
پرهمدي مهال ټپیان سوي پولیس وايې دولایت مقام ورسره  دموراومیرې چلندکوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندامنیه قوماندان پاسوال عبدالقیوم باقي زوی دسه شنبي په ورځ دلښکرګاه ښارپه ایمرجنسي روغتون کي له ټپي سويو پولیسوسره دلیدني پرمهال خبریالانوته وویل

 په شمالي هلمندکي وسله والوطالبانودمخامخ جګړي توان له لاسه ورکړی

 خوپه سیمه کي لویه ننګونه دامنیتي ځواکونواوملکي کوګړوپروړاندي په زیاته اندازه مځکني ماینونه دي .

قوماندان پرهلمندي اوسیدونکو ږغ وکړچي دخپلوامنیتي ځواکونوترشاپه کلکه ودریږي اودهغويوسره دي په هرډول حالاتوکي مرسته وکړي

په ورته وخت کي دسنګین په جګړي کي ټپي سوي امنیتي سرتیري وايې دوه ورځي وړاندي دولایت رهبري اوسره نورچارواکي روغتون ته ورغلي

 یوازي یه دملکي کسانوسره څه ناڅه نغدي مرسته کړې ولي دپولیسوسره یې هیڅ رازمرسته ونکړه

 دغه پولیس چي دواړي پیښي هم له لاسه ورکړي په ژړایه دهلمنددولایتي ادارې څخه ګیله وکړه .

دغوپولیسوچي دسنګین په روانه جګړه کي یه چالاسونه اوچايه پښي له لاسه ورکړي وايې
 دوي به تررغیدوورسته یوځل بیاهم دخپلوخلکوددفاع لپاره خپلوسنګرونوته ځي اوخپله خاوره به دسرپه قیمت وساتي .


دسنگين ولسوالۍ اوسنۍ جګړه په روان كال كې د هيواد په كچه یوه خونړۍ جګړه بلل کیږي

 چي ددواړوخواوترڅنګ سلگونوملكي وگړوته هم مرگ ژوبله واوښته اودغه راززرگونه كورنۍ له سيمې څخه كډه کولوته اړي سولې .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر