۱۳۹۳ تیر ۲۴, سه‌شنبه

همت : په هلمندکې دناسمي رهبرۍ له امله دسنګین جګړې دوام وکړ.

راپور-۱۵-۷-۲۰۱۴
په هلمندکې دناسمي رهبرۍ له امله دسنګین جګړې دوام وکړ.
دغه ټکی دهلمندنوي امنیه قوماندان له رسینوسره دلیدني پرمهال په ډاګه کړهغه وايې دجګړي درامنځته کیدونه وړاندي بایدکوټلي ګامونه پورته سوې وایې .
هغه ژمنه وکړه چې ډيرژربه دنوروامنیتي ارګانونوسره په پوره همږغي رواني جګړې ته دپایټکی کښیږدي .
خودامنیتي لوړپوړوچارواکوترڅنګ ددي ولایت اوسیدونکي هم روانه جګړه دګاونډي هیوادونودڅارګرواداروبولي .
بشپړحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندنوي امنیه قوماندان مل پاسوال جمعه ګل همت وايې په هلمندکې دورستیوناامنیولوي لامل ددي ولایت دکمزوري رهبرۍ دبې پروايې اوشخصي ګټودخوندي کولوپه موخه تردې کچي ورسول, چې وروسته يې کابوکول له توانه هم ووتل .
هغه وايې داچې روانه جګړه دګاونډي هیوادونودڅارګرواداروترڅنګ دمافیایې کړیوسره هم روانه ده خوټنګه ژمنه کوي چې په لنډه موده کې به یاده جګړه پایته رسوي .

قوماندان وايې دخپلوپلانونولمخې به دشمالي هلمندلپاره ددایمې امنیت دارویستلوترڅنګ دلښکرګاه کندهاراوهرات لويه لاره به هم په بشپړه توګه ترپوره امنیتي پوښښ لاندي راولي .

هغه سنګین ولسوالۍ یوه ستراتیژیکه سیمه بولې چي ولسوال طالبان پوره هڅه کوي یاده ولسوالۍ ترخپلې ولکې لاندي راولې چې له دې ځایه دنشه یې توکودقاچاق لپاره لاره هواره کړي اوله بلې خوادهلمندنوروسیموته هم دخپلوحملولمنه وغوځوې  .

داپداسي حال کې ده چې دسنګین دروانې جګړې  دریمه اونۍ هم په بشپړیدوده دسیمې اوسیدونکې وايې اوس هم دواړې خواوې پرخپلوپخوانیومرچلونوکې ځای پرځای دي اوپریوبل دسپکواودرنووسلوحملي دوام لري .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر