۱۳۹۳ تیر ۱۴, شنبه

ظفرخیل : دپولیسومسلکي روزنه به دامنیتي ستونزوپه لمنځه وړلوکي مرسته وکړي .

 
راپور—۲۰۱۴—۷—۵—
دپولیسومسلکي روزنه به دامنیتي ستونزوپه لمنځه وړلوکي مرسته وکړي .
ددي ولایت دپولیسودښوونیزمرکزمسولین وایې پدي ورستیوکي یه دنوروزدکړوترڅنګ يې پولیسوته جنګي مهارتونه هم ورښودلي دي چي وبه کولای سي دامنیتي ستونزوپه راکمولوکي دنوروامنیتي کسانوسره مرسته وکړي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد  سروري راکوي .
دلښکرګاه ښاردپولیسودښوونیزمرکزمشرسمونمل عبدالمحمدظفرخیل وايې داځل یې نووروزل سوپولیسوته دنورومهارتونودزدکړي ترڅنګ يې جنګي مهارتونه هم ورښودلې دي چې وبه کولای سي دم ګړی دنوروامنیتي ځواکونوسره په جنګي حالت کي پوره مرسته وکړي .
ظفرخیل وايې دنوو روزل سوپولیسوشمیر ۱۸۲ تنوته رسیږي دایه ۵۶ دوره ده چې ترواسه يې  زرګونه پولیسوته مسلکي روزنه ورکړي ده .
هغه وايې نوې روزل سوي پولیس به بیلابیلوولسوالیوته  ولیږدول سي ترڅوپه سیمه کي امنیتي ننګوني تریوه بریده راکمې کړې .

نوموړي وویل دوي  هڅه کوي چې پدغه برخه کې نوري هڅې  هم ترسره کړي چې پرمټ به یې دپرتوامنیتي ستونزولمنه ټوله کړي .
بایدوویل سي په هرودومیاشتوکي سربازان اوپه هروڅلورمیاشتوکي ساتنمنان ترمسلکي زدکړووروسته دیادښوونیزمرکزڅخه فارغه کیږي چي وروسته اړونده جوزوتامونوته ددندي دترسره کولوپه موخه لیږدول کیږي .





هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر