۱۳۹۳ تیر ۱۳, جمعه

قومي مشرا ن: مرکزي دولت دي دشمالي هلمند جګړې ته دپاي ټکي کښیږدي .

راپور-۴-۷-۲۰۱۴
مرکزي دولت دي دشمالي هلمند جګړې ته دپاي ټکي کیږدي .
دغه قومي مشران وایې په تیره یوه لسیزه کې مرکزي دولت پدي ولایت کي یوازي په ځینومرکزي سیموکي امنیت ښه کړی ولي په شمالي هلمندکي دنه په ملرنې له امله خلک له ګڼوامنیتي ننګونوسره یوځل بیامخامخ سوي دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندیوشمیرقومي مشران وايې مرکزي دولت په تیرولسوکلونوکې دبهرنیوځواکونودپوره ملاتړسربیره بیاهم ددي ولایت دلاښه امنیت لپاره داسي خاص ګام ندي پورته کړی چي له امله يې په شمالي هلمندکې په بشپړه ډول امنیت خوندي کړي  او اوس هم خلک له پوره ننګونوسره مخ دي .
دوي همدارازپرولسمشردکورنیواودفاع پروزارتونوهم کلکه نیوکه کوي چي شمالي هلمنديې له پامه غورځولی دي .

دغه قومي مشران وايې له تیرودوکلونوراهیسي دهوادګرمیدوسره سم دسنګین ولسوالۍ دخونړۍ جګړې شاهده وي چي پرمهال يې نه یوازي دواړوخواوته درنه مرګ ژوبله اوړي بلکي ملکي وګړي هم خپل ژوندله لاسه ورکوي اوهم له سیمي څخه کډه کولوته اړکیږي .
دوي له لوړپوړوچارواکوڅخه غوښتنه کوي چي پدغه برخه کي دي پوره پاملرنه وکړي اوپه هلمند كې دي د شته امنيتي ستونزولمنه ټوله کړې .
دقومي مشرانوسره دغه اندیښنې پداسي حال کي ډيري سوي دي چي په تیره یوه لسیزه کي ددي ولایت دوې ولسوالۍ دیشواوبغران په بشپړه ډول سره اوس هم دوسله والوپه ولکه کې دي .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر