۱۳۹۳ تیر ۲۲, یکشنبه

دسنګین اوسیدونکي :دسنګین ولسوالۍ دجګړې ددوامداره کیدلو لوي لامل په سیمه کي دملي اردوځواکونه دي .


راپور۲۰۱۴—۷—۱۳—
دسنګین ولسوالۍ دجګړې ددوامداره کیدلو لوي لامل په سیمه کي دملي اردوځواکونه دي .
ددي والسوالۍ قومي مشرا ن وايې که دملي اردوځواکونه دپولیسوسره په ګډه دوسله والوپروړاندي په عملیاتوکي پوره برخه واخلې دڅوورځوپه تیریدوسره به دجنګ دغه خونړۍ لمنه ټوله سي .
دوي تورپوري کوي چي په لوي لاس ملي ارودپه سیمه کي جګړې ته لمنه وهي اونه غواړي چې ډاډمن امنیت رامنځته سي .
خوبلخواددي ولسوالۍ مسولین هم دامنیتي ځواکونوترمنځ دنه همږغي له وجي دجګړې دوامداره کیدل په ګوته کوي .
زموږهمکارسردارمحمد سروري سنګین ولسوالۍ ته تللي اودغه راپوريې چمتوکړی دی .
دهلمندپه سنګین ولسوالۍ کې دوامداره خونړۍ جګړه دملي اردودځواکونودنه پاملرني له امله ده .
ددي والسوالۍ قومې مشران وايې په سیمه کې دملي اردوپه زیات شمیرځواکونه شتون لري خودنوروامنیتي ځواکونوسره دنه همږغي اویواځي دځان ساتلوپه موخه فعالیت کوي چي له امله يې په سیمه کې پراخه جګړه شتون لري .
دوي دمرکزې دولت څخه په کلکه غوښتنه کوي که دملي اوردودغه ډول کړني دوامداره سي یاده ولسوالۍ به دپوره ناامنۍ سربیره دډیری ملکي کسانودمرګ ژوبلي سبب هم وګرځي .
دغه اوسیدونکې وايې دولت ددوي سره دموراومیرې چلندکوي اوسنګین ولسوالۍ ته هیڅ رازپاملرنه نلري چې له امله يې امنیتي ننګوني ورځ تربلي زیاتیږي .

پرهمدي مهال دسنګین ولسوال سلیمان شاه سارواني هم منې چي په سنګین ولسوالۍ کې دامنیتي ځواکونوترمنځ همږغي شتونلري هغه وايې که یې مخه ونه ونیول سي ډيرژربه دیادي ولسوالۍ پاته برخي هم دوسله والوپه ولکه کې راسي .

په ورته وخت کې د ۲۱۵ میوندقول اردواداري مرستیال جنرال محموددقومي مشرانوخبري نه منې هغه وايې دجګړي دوامداره کیدل پدي معني ندي چي ګواکي ملي اردوپه سیمه کي دامنیت په راویستلوکي مرسته نکوي .
هغه ژمنه وکړه چي ډيرژربه د یادي ولسوالۍ څخه دجګړي لمنه ټوله کړي .
په سنګین ولسوالۍ کې دملي اردودځواکونودنه همکاري اوپه دغه ولسوالۍ کې دامنیت نه تامینول کومه نوي خبره نه ده دتیرکال په ورستیوکي هم ددي ولسوالۍ اوسیدونکودمیشتوملي اردوپرځواکونوتورپوري کړچې وسله وال طالبان به دولسوالۍ مرکزته دسولي په نامه داخیله وي چي وروسته تررسواکیدوددغه کارمخه ونیول سول خوپرهم هغه مهال دملي اردومسولینودغه خبري ټولي ردي کړې وې .

 

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر