۱۳۹۳ تیر ۱۵, یکشنبه

سنگين اوسيدونكي وايي چارواكې ددوي په نوم راوړل سوې مرسته په خپلوکې سره ویشې.

راپور-۶-۷-۲۰۱۴
د هلمند د سنگين ولسوالۍ اوسيدونكي وايي چارواكې ددوي په نوم راوړل سوې مرسته په خپلوکې سره ویشې.
دغه اوسیدونکې وایې په یاده ولسوالۍ کې دجګړوله امله زرګونه کورنۍ بیځایه سوي دي خوچارواکې په مرکزلښکرګاه کې یادي مرستې په خپل مینځوکې سره ویشي
ددوي په وینادغه ستونزه يې د والي له مرستيال سره هم شريكه كړه خود هغه لخوا ورته سپكې سپورې وويل سوې.
خود والي مرستيال بیاپه دې اړه له هرڅه ويلوډه ډه وکړه .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد  سروري راکوي .
دسنګین ولسوالۍ اوسیدونکي وایې له یادي ولسوالۍ څخه لښكرگاه ته يوازې ۴۷ كورنۍ په خوراسختوحالاتوکي راکډه سوې دي خود خيريه ادارو اوچارواكولخواهمدلته سلگونوكورنيوته هغه لومړنۍ مرستې چي د سنگين دولسوالۍ د كډوالو په نوم چمتوسوې نورکسانوته ورکول کیږي .
ددوي به خبره دغه ستونزه یې په هم هغه ورځ دوالي دمرستیال سره هم شریکه کړه خودهغه لخواورسره ناوړه چلندترسره اوله خپل دفتره څخه یې شړلي .

دغه اوسیدونکي  گواښ كوي كه يې یاده سوې ستونزه حل نسي خپل ږغ به ترولسمشره هم وره سوي ترڅوخپل حق ورته نوي رسیدلی .
کله چي مودخلکودادعاوپه اړه دهلمنددوالي دمرستیال سره خبره شریکه کړه خونوموړي پدي اړه هرازڅه ویلونه ډه ډه وکړه .

دغه اوسیدونکي پداسي حال کې دروانومرستودویش پرسرددرغلیوڅخه خبرورکوې چې تردې مهاله په لښكرگاه ښارکي شاوخوا ۳۵۰  كورنيوته لومړنۍ مرستې ورکول سوي دي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر