۱۳۹۳ تیر ۱۴, شنبه

په هلمندکي دسرې میاشتې دټولنې له لوري دسنګین دبیځایه سوسلګونوکورنیوسره دمرستي دویش لړۍ پیل سوه .

 
راپور-۵-۷-۲۰۱۴
په هلمندکي دسرې میاشتې دټولنې له لوري دسنګین دبیځایه سوسلګونوکورنیوسره دمرستي دویش لړۍ پیل سوه .
دیادي ټولنې مسولین وایې داچې دوي یوه ناپیلې ټولنه ده پلان لري دجګړې په سیمه کي هم پراړوکورنیومرسته وویشې .
خوبلخوابیادبیځایه سوکورنیوغړي وايې یاده مرسته ددوي لپاره بسنه کوي دولت دي په سمیه کي امنیتي ننګوني لمنځه یوسې
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکي دسرې دمیاشتې دټولنې مشراسدالله مایاروايې دوی دسنګین ولسوالۍ د۵۰۰ بیځایه سوکورنیولپاره لومړنۍ مرستې چمتوکړې دي چي سلوکورنیوته دلښکرګاه ښاردبولان په سیمه کي ورکول سوې  اوپاته ۴۰۰ کورنیولپاره به یاده مرسته په سنګین ولسوالۍ کې پراړوکورنیوهم وویشل سي .
هغه وايې په دغه مرستوکې لس قلمه بیلابیل توکي شمال دي چي دکډوالولومړنۍ اړتیاوې به تریوه بریده پوره کړي .

هغه وايې که څه هم په سیمه کې دم ګړی امنیتي ننګونې شتونلري خوزیاته وي دوي یوه ناپیلې ټولنه ده اودجګړي له دواړوغاړوسره يې خبري کړې چي دمرستودویش پرمهال به په سمیه کي کومه خاصه ستونزه ونه ویني .
بل پلویوشمیربیځایه سویوکورنیوغړي وايې دوي هرکال له دې ډول ناورينونوسره مخامخ کیږي دولت بايد ددې مرستوپرځاى په سيمه كې د امنيت په ټينگښت كې كوټلي گامونه پورته كړي ترڅود سنگين اود هلمند د شمالي سيموخلك له پرتوستونزوڅخه په امن کې سي .


د دوى په وينا که څه هم دولت هغه مرستې چې دا مهال د خيريه ادارولخوا له دوي سره ترسره کیږي بسنه نه كوي اوده اوږد مهال لپاره دوي پوره مرستوته اړتیالري .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر