۱۳۸۹ خرداد ۱۹, چهارشنبه

دعامى روغتىا رىاست کى دموردخوندى توب ورځ ولمانځل سوه .


دعامى روغتىا رىاست کى دموردخوندى توب ورځ ولمانځل سوه .
په ټول هىواد په خاص ډول په هلمندکى هرکال دزىږون پرمهال سلګونه مىندى خپل ژوندله لاسه ورکوى .
ددى ستونزى دمخنىوى په موخه ىوه غونډه جوړه سوى وه ټولوروغتىاپلانوژمنه وکړه چى په دى ولاىت کى دزىږون پرمهال دمىندودوژنى کچي په ټىټولوکى خپلى هڅى ونه سپموى .
دعامى روغتىا وزارت اندىښنه ښودلى چى په هىوادکى دزىږون پرمهال هرکال سلګونه ښځي خپل ژوندله لاسه ورکوى .
په دى اړه دهلمندعامى روغتىا رىاست کى غونډه جوړه سوى وه چى په دى غونډه کى دولاىت مقام مرستىال روغتىاىى کارکوونکواوګڼ شمىرښځىنه خوندو ګډون کړى وه .
دولاىت مقام مرستىال دى غونډى ته دخپلوخبروپرمهال ووىل ښځه دټولنى هنداره اودټولنى بنسټ اىښودونکۍ ووبلل زياته يي كړل چي که مورخپل بچىان په رښتنى ډول وروزى نو ددى هىوادراتلوونکى به روښانه وى .
ده زىاته کړه په هىواد کى نارىنودښځوحقوقوته خاصه پاملرنه نه ده کړى چى له دى امله ډىرى ښځى دزىږون پرمهال خپل ژوندله لاسه ورکوى ..
دهلمنددعامى روغتىارىس ډاکټرعناىت الله غفارى دعامى روغتىا وزارت سرپرست وزىرى دوکتور ثراىا دلىل پىغام ولوست په پىغام کى راغلى کى هرکال په افغانستان کى زىاتى مىندى دزىږون پرمهال خپل ژوندله لاسه ورکوى .
دښځوچارو رىسه فوزىه علومى دښځوپه وړاندى ځىنوستونزوته اشاره وکړه اوزىاته ىى کړه په دى ولاىت کى دکورونوخاوندان زىات په نشه ىى توکو روږدى چى داد ښځوپه وړاندى ىوه لوىه ستونزه ده اغلى علومى روښانه کړه چى هره ورځ ىى ادارى ته ښځي دکارموندونى په موخه ورځى خو دوى ددى توان نه لرى چى په ىوه وخت ښځوته پوره کارى زمىنه برابره کړى .
وروسته دنرسنک دقابلګى ښوونکى معصومى اودانجونوښوونځى ښوونکى سىمامظلومىار له مسولىنوڅخه وغوښتل چى دزىږون پرمهال دمىندو دروزنى کچي په ټىټولوکى وروسره مرسته وکړى دوى غوښتنه وکړه چى په دى ولاىت کى دى زىږون روغتون جوړسى .

۱۳۸۹-۳-۲۰

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر