۱۳۸۹ خرداد ۲۲, شنبه

دبرطانيي لومړي وزيردهلمند له ځايي چارواكوسره دليدني پرمهال ددوه سوه ميلونه پونډه مرستي اعلان وكړ.











دبرطانيي لومړي وزيردهلمند له ځايي چارواكوسره دليدني پرمهال ددوه سوه ميلونه پونډه مرستي اعلان وكړ.
ډيويډكمرون چي دپنجشنبي په ورځ ناوخته هلمند ولايت ته ديوه لنډسفر په ترځ كي راغلي وو له ځايي چارواکوسره دليدني پرمهال يوځل بيا دخپل هيوادله لورى پركړوژمنو ټينګاروكړ.

دبرطانيي لومړي وزير ډيويډكمرون دهلمند دوالي محمدګلاب منګل سره تر ليدني وروسته خبريالانوته وويل چي دانګلستان هيواد به په راتلونكوڅلوروكلونوكي دافغانستان اوبيا په ځانګړي ډول له هلمند سره ددوه سوه ميلونه پونډه مرسته وكړي چي ددي مرستو ډيره برخه به په هلمند كي دښي حكومتداري دكرهڼي دمخدره توكودله منځه وړلواودپوليسوپه روزنه ولګوي .
كىمړون زياته كړه چي دبرطانيي هيواد دامهال په ټول افغانستان كي لس زره سرتيري لري چي اووه زره پنځه سوه سرتيري يي په هلمند كي ميشت دي .
اوددوي هڅه به داوي چي دافغانستان ملي پوليس ددي وړتياپيداكړي چي دخپل هيواد ساتنه پخپله وكړي اوپه خپلوپښو ودريږي .
په همدې حال كې دهلمندوالي محمدگلاب منگل وايي چې نوموړي ورسره په بيلابيلوبرخوكې دخپلومرستوددوام ژمنه كړې چې په دې لړكې به دكرهڼې مسلكي ليسه چې دهمدې هيوادلخواجوړه سوې نوره هم پياوړې كوي اوددې ترڅنگ دصنعتي پاركونوپه جوړولوكې يې هم پخپلومرستوټينگاركړى دى.
داپه داسي حال كي ده چي په انګلستان كي ترټاكنواودډيويډ كمرون تربرياليتوب وروسته دنوموړي دالومړي سفردي چي افغانستان اوبيا هلمندته يي كوي اوپه خپل لومړي سفركي ددومره زياتومرستواعلان كوي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر