۱۳۸۹ خرداد ۲۴, دوشنبه

په هلمندكي دمورنړيواله ورځ ديولړځانګړومراسموپرمهال دگڼ شميرښځوپه ګډون ولمانځل سوه

موري ستاشجاعت اوميړاني ته تل سلام دي
په هلمندكي دمورنړيواله ورځ ديولړځانګړومراسموپرمهال دگڼ شميرښځوپه ګډون ولمانځل سوه

په هلمندكي دمورنړيواله ورځ ديولړځانګړومراسموپرمهال ولمانځل سوه
په دي مراسيمو كي دهلمندوالي محمدګلاب منګل دولايتي شوراريس محمدانورددولتي اداروريسانواوګڼ شميرښځوهم برخه لرله په پيل كي
دښځوچاروريسي اغلي فوزيه علومي وويل چي په دي ولايت كي ډيري داسي ميندي سته چي په تيروجګړوكي يي خاوندان له لاسه وركړي دي خوبياهم په ډيره ميړانه دخپلوبچيانوپالنه كوي داغلي علومي په خبره چي ډيري ميندوته يي كارونه پيداكړي چي دامهال خپلي ستونزي دخپلومټوپه وسيله حل كوي فوزيه علومي غوښتنه كوي چي ډيري ميندي اړتيالري ترڅوورته كارونه پيداسي اوپخپله .دخپلوبچيانودساتني جوګه وګرځي
دهلمندوالي محمدګلاب منګل په هلمندكي دښځواوپه ځانګړي توګه ميندوته دكاركولوزمينه دنوروكلونوپه پرتله سمه وبلله اوله هغيوسره يي ژمنه وكړه چي په راتلونكي كي به هم ورته دلاسي كارونو ګڼي پروژي په لاره واچوي ترڅودميندواقتصادي حالات نورهم ښه سي
هلمندوالي دمورنړيوالي ورځي ته په درناوي يوشميرميندوته درهايشي يوي يوي نمري ځمكي ژمنه هم وكړه اوهمدارنګه هغه ډالي چي دښځوچاروسري مياشتي اوعامي رواغتيارياست له لوري چمتوسوي وي وويشل سوي

۱۳۸۹-۳-۲۴

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر