۱۳۸۹ خرداد ۱۷, دوشنبه

دهلمندله مارجې ولسوالى څخه يو ځل بيا له ناامينو څخه دکډوالو لړي پيل سوي
















دهلمندله مارجې ولسوالى څخه يو ځل بيا له ناامينو څخه دکډوالو لړي پيل سوي
له مارجې څخه هغه كډوالې سوي کورنى چي سيمه يې دناامنيو له کبله پريښي ده وايې دجګړو ترورونو او په جګړه کي ددواړولوروله گواښونوسره مخ دي
په دي اړه په لښکرګاه کي ځايې دولتي چارواكي په مارجي کي امنتي ستونزي مني خوا وايې چي په نږدې راتلونكي كې به په مارجې کي امينت ډاډمن سي .

له مارجي څخه بيځايه شوي کورني په داسي حال کي دامينت له نشتون څخه سرټکو ي چي د ځايې چارواکي په وينا چي په مارجي كي امينت ډاډمن سوي بيارغوني اوپرمختګ ته لاره هواره سوي ده
دغه اوسيدونکي وايې چي په مارجي کي امينت خراب دي جګړي ، دماين پيښي ، او په جګړه کي ښكيلي دواړو غاړو لخوا له ګواښ سره مخ دي ځکه دسيمي پريښودلو ته اړ سوي دي .
بل پلو په لښکرګاه کي دګډوالو او راستنيدونکو چارو ريس غلام فاروق نورزى وايې چي ديو ي مياشتي په اوږدو کي تر ٥٠٠ کورنيو زياتي دمارجي بيځايه سوي کورنى لښکرګاه ته راکډوال سوي او ددي تر څنګ نورو باامنو سيمو ته هم کډوالي کيږي .
همداراز دهلمنددوالي مرستيا ل عبدالستار ميرزکوال په مارجي كي دناامنيو خبره مني خو وايې چي په ډير نږدي راتلونکي به يو لوړ پوړى پلاوي دامينتې ستونز و دحل په موخه مارجي ته ولاړسي
دچارواکو په خبره تر دي مهاله لښکرګاه ته دکډوالو شويوکورنيو سره هيڅ ډول مرسته نده تر سره شوي خو په دي لټه کي دي چي دسرپنا او خوراکي توکو لپاره ورته مرسته تر لاسه کړي .
ديادونی وړده چی په مارجی ولسوالی کی دمشترک تر عملياتو وروسته نا امنی زياته سوی هر ورځ دوسله والوطالبانو اوبهرنی ځواکونو ترمنځ جګړی رامنځ ته کيږی .
دسيمی اوسيدونکی خبر داری ورکوی که ددی ولسوالی په امنيت کی مثبت تغير رانه سی نو دوی اړدی چی يوځل بيا له دی ولسوالی څخه نورو سيمو ته ستانه سی .

۱۳۸۹-۳-۱۸ سروري هلمند

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر