۱۳۸۹ خرداد ۲۱, جمعه

دهلمند دمرکزاوولسوالىوګڼ شمىرځوانان چى په خپلوكارونوكي دځانه يه پوره وړتىاښودلى وه دىوى غونډى پرمهال دځوانانودادارى له خواپه ستاىنلىکونووستايل سول























دهلمند دمرکزاوولسوالىوګڼ شمىرځوانان چى په خپلوكارونوكي دځانه يه پوره وړتىاښودلى وه دىوى غونډى پرمهال دځوانانودادارى له خواپه ستاىنلىکونووستايل سول .

دهلمندړمركزاو ولسواليوډيري ځوانانوته ستاينليكونه پداسي حال كي وركول سوه دهلمندوالي ترڅنګ ددولتي ادارومسولىنو،ژورنالىستانو،فرهنګپالواوپه سلګونوځوانانوګډون کړى وو.
په غونډه کى ځوان اوتاندووىناوالوپه دى ولاىت کى دنوروپرمختګونوترڅنګ دادب اوفرهنګ ډګرډىرتودوباله اوزىاته ىى کړه چى هلمندى ځوانان دولاىت دادارى په مرسته اوهمکارى دهىوادپه کچه ښه ځلىدلى اوپه بىلابىلوبرخوکى ىى سترمقامونه خپل کړىدى .
داطلاعات اوكلتوررئيس عاليشامظلومىاردننى نړى دپرمختګ لامل دځوانانوکوښښونه وبلل اوله ټولوهلمندى ځوانانوڅخه ىى غوښتنه وکړه چى په ګډه دالهى اومدنى قوانىنوپه رڼاکى دخپلى ټولنى دهوساىنى اوسرلوړى لپاره کوټلى ګامونه پورته کړى .
دځوانانوداړىکواومعلوماتوددفترمسول محراب الدىن پژواک ،ښوونکى جان محمدشىرزاد،اودځوانانوعمومى مدىرغلام غوث داورى پخپلوخبروکى دولاىت دادارى څخه مننه وكړه نوموړوهمدارازله هلمندوالى څخه غوښتنه وکړه چى نورهم دى دځوانانوپه راټوکىدواودهغوى لپاره دبىلابىلوګټوروپروګرامونوپه پلى کولوکى مرسته وکړى .
دهلمندوالى محمدګلاب منګل هغه ځوانان چى په دولتى پوستونوکى په دنده ګمارل سوىدى دسىاسى ،قومى ،ژبنى اونژادى توپىرونوڅخه پرته خپله دنده پرمخ بىاىى اوډىرى ښى پاىلى ىى لرلى دى.
هلمندوالى ووىل چى اوسمهال نه ىوواځى هلمنددادب اوفرهنګ په برخه کى ښه ځلىدلى بلکى دامنىت دتامىن ،پرمختىال اونوروبرخوکى هم ښه لاسته راوړنى لرى .
چي اوسمهال دهلمندپه هربرخه كي دهلمندي وګړولپاره دښه ژوندكولوزمينه هم برابره سوي ده
دغونډى په ورستيوكي پرىوشمىردولتى مسولىنوژورنالىستانو،شاعرانواوځوانانوباندى دهغوى دښه کارى وړتىاله مخى دهلمندوالى محمد اونورودولتى مسولىنوله خواستاىنلىکونه ووىشل سوه

۱۳۸۹-۳-۱۹

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر