۱۳۸۹ خرداد ۱۲, چهارشنبه

په هلمندكي دوه سوه څوارلس تنه پوليس ددوه مياشتومسلكي زده كړوڅخه وروسته فارغ اوټولني ته دخدمت لپاره وړاندي سوه.


په هلمندكي دوه سوه څوارلس تنه پوليس ددوه مياشتومسلكي زده كړوڅخه وروسته فارغ اوټولني ته دخدمت لپاره وړاندي سوه.

ددغه ددوه سوه څوارلس تنوپوليسوله جملي څخه اوياتنوپوليسوته دښوراب په پوځي هډه كي اوهمدرانګه يوسل اوڅلورڅلويښت تنوپوليسوته دلښكرګاه دپوليسوپه ښوونيزمركزكي دبهرنيواوداخلي استادانوله خوا زده كړي وركول سوي دي هغه مراسيم چي دچهارشنبي په ورځ دښوراب په پوځي هډه كي نيول سوي وه دهلمندمرستيال والي عبدالستارميرزكوال ،امنيه قوماندان مل پاسوال محمدحكيم انګار،دامريكادسمندري ځواكونوقوماندان جنرال ميلزدكورنيوچارووزارت دپوليسودښووني اوروزني استازواونورودولتي مسولينوګډون كړي ومرستيال والي وويل دغه دوه سوه څورلس تنه پوليس به دهلمندپه هغه سيموكي ځاي پرځاي سي چي ورته اړتياليدل كيږي څودسيموامنيت خوندي اوخلكوته دسوله ايزاوروښانه ژوندزمينه برابره كړي .دده په خبره ډيري نورپوليس هم ترزده كړولاندي دي اوډيرژربه دولس دخدمت مصدروګرځي .
.نوموړي همدرازپرپوليسوږغ وكړچي تاسوبايدريښتني اوصادقه اووسي اودخپلي نيكي رويي له مخي دخلكوپه زړونوكي ځانګړي ځاي پيداكړي .
وروسته پرفارغه سوپوليسودفراغت سندونه وويشل سوه.

سروري هلمندلښكرګاه

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر